د متحد ایالاتو د بهرینو چارو وزارت د ویاند څرگندونې

لاندې څرګندونې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال رابرټ پالادینو ته منسوبې دي:

د سياسي چارو مرستیال ډيويډ هيل د مارچ په ۱۴مه نیټه، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب احضار کړ ترڅو د متحده ايالاتو د سولې او پخلاينې د تګلارې په تړاو رسنیو سره د ملي امنیت سلاکار، محب ته منسوب شوې نیوکې رد کړي. د سياسي چارو مرستیال، هيل افغانستان سره د متحده ایالاتو پر اوږد مهاله ملاتړ او مرستو ټينگار وکړ او د افغان حکومت د ټیکاو او د سولې په بهیر کې د بشپړ ګډون په برخه کې زمونږ د  ژمنتیا څخه ډاډ ورکړ. نوموړي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، محب ته يادونه وکړه چې ځانګړی استازی خلیلزاد د بهرنیو چارو وزیر استازی دی، او په زلمي خليلزاد بريدونه په بهرنيو چارو وزارت بريدونه ګنل کېږي او يوازې د دوو اړخيزو اړيکو او سولې بهير پر وړاندې خند جوړوي.