د متحده ایالات اتباعو ته پیغام: د متحده ایالاتو سفارت کابل، افغانستان (۲۷ مې ، ۲۰۲۱)

ځای: ټول افغانستان
پېښه: د مې پر ۲۴، ۲۰۲۱ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ د متحده ایالاتو اتباع امکان لري په مستقیم ډول له ټاکلو ختم شویو پاسپورتونو سره بېرته متحده  ایالاتو ته راستانه شي.

که تاسو له هېواد بهر یاست او ستاسو پاسپورت د ۲۰۲۱ ز. کال د جنوري په لمړۍ نېټه یا له هغې وروسته پای ته رسېدلی وي، نو کولی شئ خپل ختم شوی پاسپورت د ۲۰۲۱ ز.کال د ډسمبر تر ۳۱ نېټې پورې په مستقیم ډول متحده ایالاتو ته د بېرته راستنېدو لپاره وکاروئ.

تاسو د دې استثنا لپاره وړ یاست که لاندې ټول شرایط موجود وي:

  • تاسو د متحده ایالاتو تبعه یاست.
  • تاسو دا مهال له هېواد بهر یاست او غواړئ په مستقیمه توګه بېرته متحده ایالاتو ته راستانه شئ.
  • تاسو په مستقیمه توګه متحده ایالاتو، د متحده ایالاتو قلمرو ته الوتنه کوئ یا متحده ایالات او یا هم د متحده ایالاتو قلمرو ته د مستقیم بېرته راستنېدو لپاره د بهرني هېواد له لارې لنډمهاله ترانزیت (“نښتې الوتنې”) لرئ.
  • ستاسو تاریخ تېر شوی پاسپورت په اصل کې د ۱۰ کلونو لپاره اعتبار درلود. یا، کله چې پاسپورت صادرېده، تاسو ۱۵ کلن یا کم عمر درلود او ستاسو پای ته رسېدلی پاسپورت د ۵ کلونو لپاره اعتبار درلود.
  • ستاسو ختم شوي پاسپورت زیانمن شوی نه وي.
  • ستاسو ختم شوی پاسپورت بدل شوی نه وي.
  • ستاسو ختم شوی پاسپورت ستاسو په واک (ملکیت) کې وي.

تاسو د دې استثنا لپاره وړ نه یاست که:

  • تاسو غواړئ له متحده ایالاتو څخه یو نړیوال مقصد ته لاړشئ.
  • دا مهال تاسو له هېواد بهر یاست غواړئ بهرني هېواد ته سفر وکړئ چې د پاتې کېدو موده یې د متحده ایالاتو پر لور یا متحده ایالاتو قلمرو ته د ټرانزیټې تم کېدو څخه اوږده وي.
  • ستاسو ختم شوی پاسپورت په اعتبار کې محدود و.
  • ستاسو پاسپورت ځانګړی صادر شوی پاسپورت دی (لکه ډېپلوماتیک، رسمي، خدمتي یا له لګښت پرته پاسپورت).
  • ستاسو تاریخ تېر شوی پاسپورت زیانمن شوی وي.
  • ستاسو ختم شوی پاسپورت بدل شوی وي.
  • ستاسو ختم شوی پاسپورت ستاسو په واک (ملکیت) کې نه وي.

که ستاسو د متحده ایالاتو پاسپورت د ۲۰۲۱ ز.کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه یا له هغې دمخه ختم شوی وي، نو مهرباني وکړئ له سفر مخکې د خپل پاسپورت د نوي کولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو لپاره زموږ برېښنا پاڼه وګورئ.

هغه اقدامات چې باید ترسره شي:

  • د متحده ایالاتو ټول اتباع باید د خبرداري ترلاسه کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت د ځیرک مسافر د نوم لیکنې پروګرام (STEP) کې نوم لیکنه وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې په بېړني حالت کې موقعیت لرلی شئ.
  • په افغانستان کې د کوویډ – ۱۹ ویروس د وضعیت په اړه معلومات زموږ د سفارت کووېډ-۱۹ برېښنا پاڼې ته مراجعه وکړئ.
  • د متحده ایالاتو اتباعو ته د وروستي خبرداري او پیغامونو لپاره زموږ برېښنا پاڼې ته مراجعه وکړئ.
  • د سوداګریزو الوتکو له لارې له افغانستان څخه د وتلو پلانونه جوړ کړئ.
  • د وتلو پلانونه ولرئ چې د متحده ایالاتو حکومت په مرستو باندې تکیه ونه لري.
  • په کووېډ-۱۹ پورې اړوند تر ټولو وروستي معلوماتو لپاره د CDC له برېښنا پانې سره سلا او مشورې وکړئ.
  • د وروستیو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دا چې څه تاسو کولی شئ ترڅو په کوېډ-۱۹ باندې د اخته کېدو خطر راکم کړي، مهرباني وکړئ د CDC وروستي وړاندیزونه وګورئ.
  • د کوویډ ۱۹ ویروس د وروستیو معلومات په state.gov کې د کوېډ-۱۹ بحران پاڼې ته مراجعه وکړئ.
  • د خپل سفر پلانونو او یا محدودیتونو په اړه تازه معلومات له خپلو هوايي شرکتونو، د کښتۍ چلولو کرښو یا سفر چلوونکو سره چک کړئ.
  • متحده ایالاتو ته د وروستي سفر محدودیتونو په اړه د کورني امنیت وزارت برېښنا پاڼې څخه لېدنه وکړئ.

مرسته:

د امریکايي اتباعو د خدمتونو څانګه، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت، افغانستان، کابل ښار، د مسعود بززګ سړک، د ملي راډیو ټلویزیون او عامې روغتیا وزارت ترمنځ.  . +93-700-114-000 یا +93 -700-108-00 (له رسمی وخت وروسته)

KabulACS​@state.gov
https://af.usembassy.gov/

  • د بهرنیو چارو وزارت –قونسولي چارې

888-407-4747  یا 202-501-4444 

  • د افغانستان په اړه معلومات
  • افغانستان ته د سفر کولو مشورې
  • د خوندي سفر کوونکو په پروګرام (STEP) کې نوملیکنه وکړئ، ترڅو امنیتي آپدیټ ترلاسه کړئ.

موږ په  Facebook او  Twitter کې تعقیب کړئ.