د متحده ایالاتو کوید ۱۹ واکسین ته د ډاډمنه لاسرسي په تړاو فرمان

د هغو صلاحیتونو پر بنسټ، چې د ولسمشر په توګه د متحده ایالاتو اساسي قانون او نور نافذه قوانین ماته راکړی، په دې توګه په لاندې شرحه فرمان ورکوم:

لمړۍ برخه: موخه. د متحده ایالاتو د دولت، صنعت سکتور او شریکانو ترمنځ د بې ساري همکاري له لارې، متحده ایالات تمه لري، ترڅو ډېر ژر د کووید ۱۹ خوندي او اغېزناک واکسین د امریکا خلکو ته وړاندې کړي. د خپلو وګړو له روغتیا او خوندیتوب، اقتصادي پیاوړتیا او د خپل ولس له خوندیتوب او امنیت څخه د ډاډمنتیا په موخه، باید ډاډ ترلاسه کړو، چې امریکایان، په متحده ایالاتو کې یا د متحده ایالاتو دولت له خوا د کووید ۱۹ تولید شویو واکسینونو ته د لاسرسي په برخه کې لومړیتوب لري. (د متحده ایالاتو کوویډ ۱۹ واکسین).

دویمه برخه. پالیسي. دا د متحده ایالاتو پالیسي ده، چې ډاډ ترلاسه کړي، چې د کوویډ ۱۹ واکسین ته د وړیا، خوندي او اغېزناک لاسرسي په برخه کې، امریکایان لومړیتوب لري. د امریکا خلکو د واکسیناسیون د اړتیاوو د پوره کېدو په موخه د وړتیاوې تر تضمین وروسته، دا د متحده ایالاتو په ګټه ده، چې متحده ایالات، د متحده ایالاتو د کوویډ ۱۹ واکسین ته نړیواله لاسرسي تسهیل کړي.

دریمه برخه. د کوویډ ۱۹ واکسینونو ته د امریکایانو لاسرسی. (الف) د روغتیا او بشري خدمتونو وزیر، د Warp Speed عملیاتو له لارې او د دفاع وزیر په ملاتړ او د اړتیا په صورت کې، د ایالتونو، سیمه ییزو او مرکزي حکومتونو په ګډون، له دولتي او خصوصي ادارو سره په همغږي سره ډاډ ترلاسه کړي، د کوویډ ۱۹ خوندي او اغېزناک واکسین د امریکا خلکو په لاسرسي ورکول کېږي – ترڅو د دغو واکسینونو پروخت وېش میسر شي.

(ب) د روغتیا او بشري خدمتونو وزیر، د اړتیا په صورت کې له دفاع وزیر او د اجرايي ادارو او سازمانونو له رییسانو سره په مشورې، ډاډ ترلاسه کړي، چې امریکایان د متحده ایالاتو کوویډ ۱۹ واکسین ته د لاسرسي په برخه کې، په لومړیتوب کې قرار لري او همدارنګه ډاډ ترلاسه کړي، چې د امریکا تر ټولو زیانمنوونکي وګړي، یاد واکسینونو ته د لاسرسی په تړاو لمړیتوب ورکړل شی.

(ج) د روغتیا او بشري خدمتونو وزیر باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د کوویډ ۱۹ واکسین دوزونه په کافي اندازه هغو امریکایانو ته د لاسرسي وړ دي، چې د کووید ۱۹ پر وړاندې د امریکا د خوندیتوب لپاره، د واکسیناسیون د کارولو کړنلاره غوره کړې ده.

څلورمه برخه. د متحده ایالاتو د کوید ۱۹ واکسینونوته نړیواله لاسرسی. د ټولو هغو امریکایانو لپاره، چې واکسیناسیون ترسره کوي، د کوید ۱۹ کافي ډوزونو ته تر لاسرسي وروسته، لکه څرنګه چې د دغې کړنلارې د ۳ برخې په (ب) بند کې الزامي شوي، د روغتیا او بشري خدمتونو وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا ادارې له مدیر، د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا د مالي همکارۍ اجرایي مدیر، د متحده ایالاتو د صادراتو او وارداتو بانک رییس او نورو اړوندو سازمانونو له رییسانو سره – د اړتیا په صورت کې – په همغږۍ سره، له نافذه قوانینو سره سم، د متحده ایالاتو د کوویډ ۱۹ واکسین ته د نړیوالې لاسرسي چارې تسهیل کړي.

پینځمه برخه. د متحده ایالاتو د کوویډ ۱۹ واکسینونو ته د نړیوالې لاسرسي همغږي. د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر مرستیال، د دغه فرمان تر صادرېدو ۳۰ ورځې وروسته، د دغه فرمان د ۴ برخې د پلیتابه لپاره باید د یوې ستراتیژۍ د جوړولو چارې، همغږې کړي.

شپږمه برخه. عمومي حکمونه. (الف) په دغه فرمان هېڅ کومه برخه، د لاندې مواردو د اغېزمنولو په معنا نه ده:

(1) هغه قانوني واک، چې یوې ادارې، سازمان یا رییس ته ورکړل شوی دی.

یا:

(2) د بودجوي، اداري یا قانوني وړاندیزونو په تړاو، د مدیریت او بودجې دفتر د مدیر دندې.

(ب) دغه فرمان باید له نافذه قانون او اړوندې مقررې سره سم پلي شي.

(ج) دغه فرمان، د متحده ایالاتو، وزارتونو، سازمانونو، ادارو، کارکوونکو، استازو یې یا بل هر شخص، په وړاندې په قانون کې د پلي کېدو وړ هېڅ کوم حق، یا بنسټیزه ګټه یا پروسیجر د رامنځته کېدو لامل نه ګرځي.

ډونالد J. ټرامپ

سپینه ماڼۍ

د ۲۰۲۰ ز. کال، د دسمبر ۸ مه