د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد قطر ته روان شو

د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د سپتمبر پر ۲۹ مه نېټه د قطر پلازمیني دوحې ته روان شو. سیمې ته د خلیلزاد سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، ترڅو د افغانانو په مشرۍ د بین الافغاني مذاکراتو، سیمه ییزې اړیکې، سوداګرۍ او د سولې تر هوکړې وروسته پرمختیا په اړه له خپلو شریکانو سره خبرې وکړي. خلیلزاد به همدارنګه د مذاکراتو له ټیمونو سره هم خبرې وکړي، ترڅو د مذاکراتو په تړاو  د هغوی د هڅو او د څلوېښت کلنې جګړې د پایته رسیدو په برخه کې د هغوی هلې ځلې د پرمختیا په اړه واوري.