د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په امریکا کې د پاسپورت ورکولو یو شمېر دفترونه په ټیټ ظرفیت او کمیت سره د جون پر ۱۱ مه نېټه بېرته پرانېستل شي. د پست له لارې له هېواده بهر په داخل کې د چاپ شويو پاسپورتونو د لېږلو لړۍ هم په محدوده بنه پیل شي.
په داسې حال کې، چې له هېواده بهر د پاسپورت لپاره اضافي انتخابونه شتون لري، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د بیړنی کارکوونکو په کچه فعالیت کوي او په سیمه کې دقرنتین پروتوکولونه او اوسني امنیتي مسلې، د سفارت مجتمع ته د مراجعینو د داخلېدو پر لاره خنډ ګرځي. په دغه سفارت کې قونسلي خدمتونه یوازې د بیړنی پاسپورت غوښتنو ته محدودېږي.
- که اوسني امریکايي پاسپورت مو افغانستان ته د سفر لپاره کافي وخت لري، نو د مهالوېش له مخې سفر وکړئ او خپل پاسپورت افغانستان ته تر بېرته ستنېدو وړاندې تمدید کړئ. په متحده ایالاتو کې د پاسپورت د غوښتنې په ځانګړې توګه د شخصي پاسپورت د صدور ادارو عملیاتي وضعیت په اړه، کولی شي بشپړ معلومات په دغه پته: https://travel.state.gov/content/travel/en/traveladvisories/ea/passport-covid-19 .html وګورئ.
- که د اوسني امریکايي پاسپورت موده مو ختمه شوې یا د ۳۰ ورځو په بهیر کې پای ته رسېږي، او تاسې یو خروجي سفر د خپل پاسپورت د مودې تر پای ته رسېدو وروسته لرلی وي، نو کولی شئ، د سیمه ییز یو کلن بیړنی پاسپورت شرایط لرونکی اوسئ. د تایید شوی سفر اثبات اړین دی.
- که د اوسني امریکايي پاسپورت موده مو ختمه شوې یا د ۳۰ ورځو په بهیر کې پای ته رسېږي، خو د سفر کوم پروګرام مو نه دی تایید کړی، یا غواړئ د افغانستان د نوې ویزې د ترلاسه کولو لپاره خپل پاسپورت موده تمدید کړئ، ستاسې غوښتنلیک باید د متحده ایالاتو کې چاپ شوی پاسپورت پر بنسټ پروسس شي.
د پاسپورت د غوښتنې د منلو او پروسس لپاره مهالوېش به د کارکوونکو د وضعیت او په سفارت کې شته وضعیت ته په پام سره ترسره شې:
- یو کلن بیړنی پاسپورتونه، چې په سیمه ییزه توګه چاپېږي، د پنځه (۵) کاري ورځو په بهیر کې پروسس کېږي.
- په متحده ایالاتو کې چاپ شوي پاسپورتونه، نژدې یو میاشت وخت نیسي، ترڅو پروسس شي.
که پورتنی معیارونه مو پوره کړي، نو کولی شئ، د بیړنی پاسپورت د غوښتنلیک د وړاندې کولو لپاره اوسنی بهیر پورې اړوند معلوماتو ترلاسه کولو په موخه، دغه: : KabulACS@state.gov برېښنالیک ته ایمیل ولېږئ.
که مو مخکې د سمارټ ټراولر پروګرام کې مو نوملیکنه نه ده کړې، نو د مهربانۍ له مخې همدا اوس د دغه ادرس: https://step.state.gov له لارې نوملیکنه وکړئ، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې د بالقوه سفر د ټولو غوراویو په تړاو تاسې راتلونکي آپډیتونه د متحده ایالاتو له سفارت څخه ترلاسه کوئ.