د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د مارک فریریکس د خوشې کیدو په اړه اعلامیه

نن موږ د مارک فریریکس خوشې کول خوندي کړل او هغه به ډیر ژر کور ته راستون شي. مارک فریریکس د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې په افغانستان کې وتښتول شو او ۳۱ میاشتې په دغه هېواد کې بندي و. د نوموړي خوشې کول زموږ د حکومت کارکوونکو او نورو شریکو حکومتونو د کلونو له نه ستړي کېدونکو هلو ځلو کار پایله ده ، او زه غواړم په دې برخه کې د دوی د همکارۍ څخه مننه وکړم.

ما نن د مارک د هغه له خور سره خبرې وکړې او دا ښه خبر مې ورسره شریک کړم او د مارک له کورنۍ سره مې خپله خوښي څرګنده کړم.هغه خبرې اترې چې د مارک آزادۍ بریالي حل ته لاره هواره کړه سختې پریکړې پکې شاملې وه چې ما په سپکه توګه نه وه اخیستې.اوس زموږ لومړیتوب دا دی چې د مارک خوندي او سالم بیرته راستنیدو ډاډ ترلاسه کړو ، هغه یو څه وخت ته اړتیا لري ترڅو په نورمال ډول په ټولنه کې ځان یوځای کړي.

زما اداره په دوامداره توګه د ټولو امریکایانو خوندي راستنیدو ته لومړیتوب ورکوي چې یرغمل شوي یا په غلط ډول په بهر کې توقیف شوي، او موږ به تر هغه وخته ونه دریږو چې دوی له خپلو کورنیو سره یوځای شی.

موږ په ډیرو نورو قضیو کې د ترسره کولو لپاره ډیر کار لرو، مګر د مارک خوشې کول زموږ دوامداره ژمنتیا څرګندوي.دا زموږ دنده ده چې په برما، هایتي، روسیه، وینزویلا او نورو ځایونو کې د امریکایانو په توقیف کې د بندیانو د خلاصون په برخه کی کوښښ وکړو او خپلې ټولې هڅې ولګوو او خپل خلک خپلو کورونو ته راستانه کړو.