د متحده ایالاتو سفارت کابل د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

سفیر بس، د ښځو د پیوستون او نړیوالې ورځې په مناسبت “د بدلون نسلونه” په نامه د یو پروګرام کوربه وو چې په افغانستان کې د ښځو د مختلفو نسلونو ترمنځ لارښونېزو اړیکو ته د اسانتیاوو برابرولو باندې تمرکز درلود.

په دې پروګرام کې، سفیر بس د ټولنې په وده او د ټولو افغانانو د ژوند په ښه‌والي کې د ښځو مرکزي رول ګټوره وګانه. هغه ټينګار وکړ”د مشورتي رول پیژندنه ستاسو د بریالیتوب او پرمختګ لپاره خورا ګټوره ده، او د دې چارې دوام د ښځو او نجونو راتلونکي نسلونو ته ګټه ورسوي.” نن دلته راغونډ شوي میرمنې موږ ته د افغان میرمنو د مهمو پرمختګونو یادونه وکړه. متحده ایالات او نړیوالې ټولنې به د افغان میرمنو او د دوی د لاسته راوړنو ملاتړ ته دوام ورکړي.”

د پروګرام ګډونوالو، چې د افغانستان ټولنې مختلفو برخو څخه راغلی وو، دا فرصت درلود چې نوي اړیکې رامینځ ته کړي او د هغو لارو په اړه خبرې وکړي چې په افغانستان کې ښځې کولی شي بدلون راولي.

متحده ایالات د ښځو رهبرۍ، ګډون او زړورتیا ستاینه کوي چې د خوندي، سوکاله او سوله‌ایزه نړۍ لپاره د تیرو ډیرو نسلونو لپاره قربانۍ ورکړي دي. مونږ د سولې یو داسي پروسې ملاتړ ته دوام ورکوو چې موخه یې د افغانانو مشروع اندیښنو ته ځواب ووایي، د تیرو ۱۷ کلونو ټولنیز او اقتصادي لاسته راوړنې خوندي وساتي او د ټولو افغانانو لپاره یوه ښه راتلونکې تضمین کړي.

د مارچ میاشتې په لړ کې، د متحده ایالاتو سفارت به د ویناوالو، هنري نندارتونونو، او نورو پروګرامونو کوربه وي چې په کې  د افغان او امریکایي ښځو تاریخ او لاسته‌راوړنو څخه لمانځنه وشي. د لازیاتو مالوماتو لپاره، د متحده ایالاتو صفحې پر فیسبوک او ټویټر باندې تعقیب کړئ.