د متحده ایالاتو سفارت د کډوالۍ ځانګړو ویزو SIV ته لومړیتوب ورکوي

متحده ایالات د افغانستان پر وړاندې ژوره ژمنتیا لري او د سوله­ییز او باثباته راتلونکي ملاتړ لپاره چې افغانان یې غواړي او وړ یې دي، خپل بشپړ ډېپلوماتیک، اقتصادي او مرستندویه ابزار کاروي.

موږ هغو افغانانو ته هم ژمن یو چې د خپل ځان او کورنۍ په ستر خطر کې اچولو سره یې د متحده ایالاتو حکومت لپاره کار کړی دی. دا د متحده ایالاتو په قانون کې منعکس شوي د هغو افغانانو لپاره ځانګړې د کډوالۍ ویزې تصویبوي چې له موږ سره یې کار کړی وي. موږ او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د کډوالۍ ځانګړو ویزو SIV په پروګرام کې زموږ رول جدي نیسي، چې له دې جملې هر څومره ژر چې امکان ولري د ویزې غوښتنلیکونه په جریان کې واچوي. له همدې امله، په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت د سفارت په کارمندانو کې لنډمهاله زیاتوالی تصویب کړ ترڅو هغه شخصي مرکې او اړونده کارونه بشپړ کړي چې موږ ته اجازه را کوي تر څو د کډوالۍ ځانګړي غوښتنلېکونه چې په ۲۰۲۰ ز.کال کې د کوېد-۱۹ له امله ځنډېدلي وو، تر پروسس لاندي ونېسو.

په کابل کې د متحدو ایالاتو د سفارت چارسمبالي ښاغلی راس وېلسن د دغه پروګرام په اړه داسې وویل “هغه افغانان چې د متحدو ایالاتو لپاره کار کوي یا یې کار کړی دی، هغوی له یاده نه دي ایستل شوي او نه به هم له یاده وویستل شي. د دوی د پیاوړي او نه هېرېدونکي خدمت لپاره، موږ به له دوی سره پاتې شو او هغه لومړیتوب چې زه او زما همکاران یې د کډوالۍ ځانګړې ویزو غوښتنلېکونو ته ورکوو، دا منعکسوي. همدارنګه هڅه کوو دلته خپل امنیت، اقتصاد، سیاسي او اقتصادي ښکېلتیا پياوړې او د افغانستان ملاتړ کوو چې دا به زموږ په اړیکو کې یو نوی فصل پرانېزي. د لسیزو نږدې اړیکو له لارې، د متحده ایالاتو او افغانستان اړیکې به دوام ولري. ”

وروسته له هغه چې زموږ ځواکونه له دې هېواد څخه ووځي، متحده ایالات به په کابل کې غښتلی سفارت وساتي. د متحده ایالاتو ماموریت، زموږ د قونسلي برخې ټیم او په واشنګټن کې زموږ همکاران به د کډوالۍ ځانګړو ویزو SIV پروګرام د هغو کسانو لپاره چې له موږ سره یې کار کړی وي، لومړیتوب ورکړي.