د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن بیانیه:د افغانستان د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ یو

متحده ایالات په سختو ټکو کې د طالبانو هغه بې بنسټه پریکړه په کلکه غندي چې په پوهنتونونو کې د ښځو د منع کولو، د نجونو پر مخ د متوسطه ښوونځیو د تړلو او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړتیا باندې د نورو محدودیتونو لګولو ته ادامه ورکوي چې له خپلو بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو څخه کار واخلي. زده کړه د انسان حق دی. په ورته وخت کې دغه موضوع د افغانستان د اقتصادي ودې او ثبات لپاره اړینه ګڼل کیږي. تر څو چې طالبان په افغانستان کې د ټولو خلکو حقونو ته درناوی ونه کړي، دوی د نړیوالې ټولنې د مشروع غړیتوب تمه نه شي کولی. دا پریکړه به د طالبانو لپاره پایلې ولري.

په نړۍ کې بل داسې هېواد نشته چې ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي. د طالبانو د ځپونکي حکم له مخې په افغان ښځو او نجونو باندې ښوونځيو ته د هغوی د لاسرسي په ګډون غیر عادلانه محدودیتونه وضع شوي دي.سربیره پردې، د طالبانو وروستی اعلامیه په دې معنا دی چې ښځې او نجونې به د خپلو کورنیو د روزلو لپاره د کار په لټه کې له ډیرو ستونزو سره مخ شي.

اوس مهال افغانستان له یو ملیارد ډالرو څخه زیاتې اقتصادي مرستې له لاسه ورکوي چې ښځې په کې ونډه اخیستلای شي. اوس طالبان د افغانستان خلکو ته د دغو تاوانونو سزا ورکوي. . کله چې د یو هیواد نیمایي نفوس وروسته پاتې وي، هغه هیواد پرمختګ نشي کولی. موږ به د ښځو او نجونو په ګډون د افغانستان له خلکو سره خپل قوي ملاتړ ته دوام ورکړو، ترڅو د دوی بشري اړتیاوې پوره شي او په ورته وخت کې به له خپلو متحدینو او شریکانو سره په ګډه د هغوی د حقونو د دفاع لپاره کار وکړو.