د کابل د برید غندنه

د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نوریت اعلامیه  

د ۲۰۱۸ کال د نومبر ۲۰مه نېټه

د کابل د برید غندنه

متحده ایالات په کابل کې د یوې مذهبې  غونډې په ترڅ کې د نن ورځ برید چې لږترلږه ۴۰ کسان یې ووژل او له ۶۰ څخه زیات ملکي کسان یې ټپیان کړل، په کلکه غندي. مونږ د وژل شويو کسانو کورنيو او ملګرو ته د زړه له ‌کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو. دا بې‌شرمه عمل په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د افغانستان خلکو هڅه کوله ترڅو میلاد النبی په سوله‌ایزه فضاءکې ولمانځي، او د هغو کسانو بی‌رحمي او ظلم څرګندوي چې غواړي په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام ولري.

متحده ایالات په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دي، او د افغانستان خلکو تر څنګ ولاړ دي چې غواړي سولهایزه او د تاوتریخوالي د ناوړه کړنو پرته یوه راتلونکي ولري.