د مارک راندال فرریکس د اختطاف کېدو د کلیزې په مناسبت

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت، د مارک راندال فرریکس د اختطاف کېدو کلیزه، یو کال مخکې په همدې اونۍ په افغانستان کې ترې تم شو، لمانځي. لکه څرنګه چې نید پریس د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندوی وویل: «مارک فرریکس د یو کال راهیسي په بند کې دی. موږ به خپل کار ونه ځنډوو، تر هغه چې کورته د نوموړي د روغ راستنېدو څخه ډاډ نه وي ترلاسه کړی. سفیر رایس ویلسن دغه کلیزه ونمانځه، او له افغانانو څخه یې غوښتنه وکړه، که د مارک فرریکس په تړاو معلومات لري، نو په بېړه دې له موږ سره شریک کړي.

مارک فرریکس د ۲۰۲۰ ز. کال د فبروري په لومړیو کې وتښتول شو. د تښتول کېدو پرمهال، هغه په کابل کې مېشت و. هغه پر ۲۰۱۰ز.کال افغانستان ته راغلی و، او د هېواد په لر او بر کې په بېلابېلو ساختماني پروژو کې کار کړی دی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیک امنیت خدمات، د عدالت لپاره ډالي دفتر له لارې، د هغو کسانو لپاره ۵ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې، چې معلومات یې د مارک فرریکس د موندل کېدو او ستنېدو لامل شي. د RFJ د اساسنامې له مخې، په ځانګړې توګه هغه معلومات چې د یو امریکايي وګړي په وړاندې د تروریستي اقدام د شنډېدو یا مطلوب حل لارې لامل ګرځي، نو ورته جایزه ورکول کېږي.

ښاغلي فرریکس یو سپین پوست او ۱۸۰ سانتي متر یې ونه ده، قهوه يي وېښتان او میشې سترګې لري. هغه د نادرک کېدو پر مهال ۸۶ کیلو وزن درلود. هغه یو اینچي ټپ د خپل مخ پر چپ طرف کې درلود.

د هغه د موندلو په تړاو ټاکل شوې جایزې په تړاو زبات معلومات RFJ  په وېبپاڼه کې په دغه پته: https://rewardsforjustice.net/english/mark_frerichs.html  ترلاسه کړي.

تاسو کولی شئ د دغه اختطاف په اړه معلومات، د Whatsapp ، Telegram یا Signal له لارې په دغه شمېره دې 1202 702 7843 راولېږئ. تاسو همداراز کولی شئ دغه معلومات FBI  ته په دغه پته: tips.fbi.gov, یا د متحده ایالاتو د کابل سفارت د سیمه ییز امنیت کارکوونکي ته په دغه شمېره +93 070 010 8600 Ext. 8600 ، شریک کړئ. په دې برخه کې ټول معلومات په بشپړ ډول پټ ساتل کېږي.