د عدالت لپاره جایزه – د اسلامي دولت د مشر امیرمحمدسید عبدالرحمن المولا په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په بدل کې د جایزې زیاتوالی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره جایزې پروګرام د خپلې جایزې په کچه کې تر ۱۰ میلیون ډالرو پورې زیاتوالی راولي، د هغو کسانو لپاره، چې داسې معلومات وړاندې کړي، چې د داعش ډلې د نوی مشر امیرمحمد سید عبدالرحمن المولا د ځای د جوتېدو او کره کېدو لامل شي. دا د پخوانۍ جایزې چې ۵ میلیونه ډالره وه او د ۲۰۱۹ ز. په اګست کې اعلان شوې وه، دوه برابره ده.

المولا همدارنګه د حاجي عبدالله او ابوعمر ترکمني په نامه هم یادېږي، چې په عراق کې د داعش پخوانی مشر ابوبکر بغدادي تر مړینې وروسته، چې د ۲۰۱۹ ز. کال په اکتوبر کې د متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو په بهیر کې ووژل شو، د هغه ځایناستی ټاکل شوی دی.

المولا، د عراق په شمال لویدیځ کې د یزدي مذهبي لږکي د غړو په وژنه، قاچاق کولو او اختطافولو کې مرسته کړې او د دغې ډلې پر نړیوالو پوځي عملیاتو څارنه کوي.

المولا، پر ۱۹۷۶ ز. د عراق په موصل کې زیږیدلی او مخکې لدی په القاعده  ډله کې د  دیني عالم په توګه کار کاوه، نوموړی د داعش غړی شو او په یولړ پوسټونو کې د کار کولو وروسته د یادی ډلې د امیر مرستیال په توګه وټاکل شو.

د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۰ ز. کال د مارچ پر ۱۸ مه نېټه، المولا د ځانګړي نړیوال تروریست په توګه د ۱ برخې د (الف) (ب) د ۱۳۲۲۴ دستورالعمل، چې د ۱۳۸۸۶ ګڼې دستورالعمل له مخې تعدیل شوی، وپېژندل. په دې توګه، د امریکا متحده ایالاتو ټول وګړي، تر دغه حکم لاندې له المولا سره له هر راز معاملې څخه منع شول، او د امریکا متحده ایالاتو تر صلاکیت  لاندې به د المولا ټول املاک او شتمني کنګل شي. سربېره پر دې د دغه کړنلارې له مخې، د داعش ډلې لپاره هر راز مادي او د سرچینو شعوري برابرول، جرم ګڼل کېږي.

د دغه جایزې په تړاو د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د عدالت لپاره جایزې وېبپاڼې www.rewardsforjustice.net ته مراجعه وکړي. هر هغه څوک، چې په دې اړه معلومات لري، نو موږ یې هڅوو، چې د وېبپاڼې، برېښنالیک    (INFO@rewardsforjustice.net)او یاهم په شمالي امریکا کې د دغه  شمیرې (۳۹۲۷-۸۷۷-۸۰۰-۱) له لارې د عدالت لپاره جایزې له دفتر سره اړیکه ونیسي. دوی همداراز کولای شي د واشنګټن دی سی د عدالت لپاره جایزې دفتر سره دننه په متحده ایالاتو کې د ایمیل او یا هم په دغه شمیره ۰۳۰۳۰ -۲۰۵۲۰ اړیکه ټینګه کړئ. دغه کسان همدارنګه کولی شي خپلې سیمې ته د متحده ایالاتو تر ټولو نژدې سفارت یا قونسلګرۍ کې د سیمې امنیت له کارکوونکي سره اړیکه ونیسي. په دې برخه کې ټول معلومات پټ ساتل کېږي.