د عبدالعلي مزاري تلین د نمانځلغوندې برید په اړه د متحده ایالاتو د سفارت اعلامیه

متحده ایالات د کابل په دشت برچي سیمه کې د عبدالعلي مزاري تلین په غونډې برید په کلکه غندي. مونږ د وژل شویو کسانو کورنیو او ملګرو ته د زړه له کومي ډادګیرنه وړاندې کوو. دا بې‌شرمه تروریستي عمل د هغو کسانو بیرحمي او ظلم څرګندوي چې غواړي په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام ولري.

متحده ایالات تروریزم سره د مبارزې په چاره کې د افغانستان خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دي او د سولې راوستلو لپاره په خپله ژمنه ټینګ پاتې کیږي.