د شارژدفیر راس ویلسون ښه راغلاست پیغام


اسلام علیکم، ښه راغلاست.

زه راس ولسن یم، په کابل کې د امریکا په سفارت کې نوی شارژدفیر.

زه پدې وروستیو کې کابل ته راورسیدم او له مشرانو سره مې لیدنې پیل کړي دي. او ویاړم چې ځان تاسو ته درپيژنم.

ددغه هیواد پر وړاندې ډيرې ننګونې پرتې دي. زه او زما امریکايي همکاران به له تاسو سره په ګډه ددې هڅه وکړو تر څو افغانستان په راتلونکي کې سوله، سوکالي او ډیموکراسي ولري.

خوښ یم چې دغه هیواد ته راغلی یم. ما دمخه د افغانانو توده میلمه پالنه تجربه کړې، د افغاني ډوډۍ څخه مې خوند واخیست، او ددې ښار شاوخوا غرونو ښکلا مې ولیدله. زه د نوو ملګرو جوړولو په تمه یم او غواړم چې ددې خپل نوي کور په اړه ډیر معلومات ترلاسه کړم.

تشکر.

مننه.