د افغانستان نهو سیلابځپلو ولایتونو ته د مرستو چمتو کولو په موخه د امریکا متحده ایالاتو حکومت د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له لارې د اړوندو شریکو غاړو سره کار کوي ترڅو سیلابځپلو خلګو ته ژوند ژغورونکې مرستې چمتو کړي. دغو مهمو مرستو کې بیړنۍ سرپناه، د حفظالصحې لوازم، خواړه، او لوړ انرژي لرونکي بیسکويټ چې د لنډمهال لپاره د خواړو ځای نیسي شامل دي.
د متحده ایالاتو حکومت په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۳۲میلیونو امریکايي ډالرو چمتو کولو سره په افغانستان کې د بشري مرستو تر ټولو لوی مرستندویه هیواد بلل کیږي. دغه مرستې راستنیدونکو او د طبیعي پېښو، وچکالۍ او شخړو له امله بې ځایه شويو خلکو ته د اوبو، ښې حفظ الصحې، سرپناه، لمړنیو اړتیاوو، خواړو، راستنیدنې او بیا یوځایکیدنې خدمتونو، د معیشت برابرولو فرصتونو، او روغتیایي خدمتونو چمتو کول رانغاړي.