نن ورځ، متحده آیالتونه د پروفیسور کیون کینګ او تیموتیس ویکز د خوشې کیدو هرکلی کوي. ښاغلی کینګ چې امریکایی او ښاغلی ویکس چې آسټرالیایی دی، په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون پروفیسران وو چې د ۲۰۱۶ کال په آګست میاشت کې د وسلې په زور وتښتول شول. دوی دواړه نن په بریالیتوب سره له طالبانو څخه ترلاسه شول او اوس مهال د متحده آیالتونو حکومت لخوا د طبي پاملرنې لاندې دي او د اړتیا وړ نورې مرستې هم ورکول کیږي. موږ دوی دواړو ته د بشپړې روغتیا دعا کوو چې د اسیر کیدو پر مهال یې ډیرې ستونزې ګاللې دي او هیله لرو چې په نږدې راتلونکي کې له خپلو عزیزانو سره یوځای شي.
همداراز د افغانستان له حکومت څخه د هغوی د هڅو له امله مننه کوو چې زموږ ملګرتیا یې وکړه او د یرغمل شوو د ازادولو زمینه یې برابره کړه. ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په برخه کې په زړورتیا سره ګڼ شمیر ګامونه پورته کړي دي. نوموړي شاوخوا دوه کاله وړاندې له شرط پرته له طالبانو سره د خبرو وړاندیز وکړ. سربیره پردې، د ۲۰۱۸ کال د کوچني اختر د رخصتیو پرمهال یې د اوربند غوښتنه وکړه، چې د وسله وال طالبانو لخوا هم ومنل شوه او دا هم څرګنده شوه چې افغانان سولې ته ډیر لیواله دي.
ولسمشر ټرمپ ته تر هر څه وړاندې د امریکایی اتباعو خوندیتوب او امنیت لومړیتوب لري. د ټرمپ اداره د امریکایانو او زموږ د متحدینو د اتباعو د آزادۍ خونديتوب لپاره چې یرغمل شوي دي نه ستړي کیدونکي هڅه کوي. لکه څنګه چې موږ د سولې لپاره کار کوو، د ټرمپ اداره به دغې هڅې ته دوام ورکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بیا هیڅکله د متحده آیالتونو او زموږ متحدینو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو لپاره نه کارول کیږي.