د سويلي او مرکزي آسيا په چارو کې د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت د معين لومړۍ مرستيالې، سفيرې
اَلېس وېلز کابل ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې، د افغانستان د ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله
عبدالله، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د ملي امنيت رئيس محمد معصوم ستانکزي، د سولې د عالي
شورا د دارالإنشاء د مشر اکرم خپلواک، د باندنيو چارو وزير صلاح الدين ربانی او د نورو لوړپوړو چارواکو
سره وکتل او د متقابلو مهمو موضوعاتو او دوه اړخيزو همکاريو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
سفيرې اَلېس وېلز د غوڅ ملاتړ د ماموريت د قوماندان، جنرال جان نيکولسن، د ناټو ملکي استازي کورنليوس
زيمرمن او د اېتلاف د نورو همکارانو سره هم وليدل. سربېره پر دې، سفيرې وېلز د ټاکنو د خپلواک کمېسيون
د کمېشنرانو سره وليدل او د افغانستان د مدني ټولنې له مهمو شخصيتونو سره يې هم په جلا جلا توګه ليدنې کتنې
ترسره کړه.
سفيرې وېلز د خپل سفر په ترڅ کې، د افغانستان د اقتصادي او سياسي دوامداره پرمختګ، په خپل وخت او د
باور وړ ټاکنو ترسره کولو او همداراز د سويلي آسيا لپاره د متحده ايالاتو د ستراتيژۍ د يوې برخې په توګه
هېواد او سيمې ته د سولې، امنيت او ټيکاو د راوستلو لپاره د هڅو څخه د امريکا د متحده ايالاتو په ملاتړ ټينګار
وکړ.