د سفیر بس له خوا هرات ولایت ته د بشري مرستو اعلان

سفیر جان آر باس نن هرات ته ولاړ او هلته یی د هرات والي عبدالقیوم رحیمي، د بادغيس والي عبدالغفور ملکزی، سیمه‌ایزو مدني فعالانو، د ملګرو ملتونو سازمانونو، غیر حکومتي بنسټونو او په هرات ولایت کې میشت بیځایه شویو افغانانو سره لیدنه وکړه. هغو په هرات او بادغیس ولایتونو کې د داخلي بیځایه شوو خلکو د اړتیاوو او همدارنګه په افغانستان کې د سولې لپاره د متحده ایالاتو دوامداره ملاتړ په اړه خبرې اترې وکړې.

متحده ایالات په هرات ولایت کې له یو شمیر اقتصادي او پرمختیایي پروژو څخه ملاتړ کوي او همدارنګه اړو افغانانو ته بشري مرستې برابروي. په دغو پروژو کې د کرنې پرمختګ، محلي حاکمیت، ښوونه او روزنه، جنسیټي مسایل، روغتیا، خواړه او د اوبو زیربنا شامل دي. د ۲۰۱۹ کال د مارچ په لومړی نیټه، متحده ایالاتو د ناروې کډوالو شورا ته د یو میلیون ډالرو مرسته ورکړه ترڅو په بادغیس، هرات او نیمروز ولایتونو کې د بېځایه شویو او راستنيدونکو په شمول، د زيانمنېدونكیو افغانانو د ساتنې لپاره یي پر یو پروګرام ولګوي. د دغه پروګرام موخه د افغان اغیزمنو ټولنو څخه د ناوړې ګټه اخیستنې کموالی او د بېځایه کیدو پایلو لپاره د باعزته حل لارو موندلو په برخه کې دوی په غوره تجهیزاتو سمبالول دي.

متحده ایالاتو په ۲۰۱۸ مالي کال کې د ۲۲۸میلیونو امریکايي ډالرو چمتو کولو سره په افغانستان کې د بشري مرستو تر ټولو لوی مرستندویه هیواد دی. برسیره پردې، متحده ایالاتو نن د ۶۱ میلیونو امریکايي ډالرو اضافي مرستې اعلان وکړ، چې دې سره د ۲۰۱۹ مالي کال د مرستو مجموعه څه باندې ۶۵ میلیونو ډالرو ته رسیږي. دغه مرستې راستنیدونکو او د طبیعي پېښو، وچکالۍ او شخړو له امله بې ځایه شويو خلکو ته د اوبو، ښې حفظ الصحې، سرپناه، لمړنیو اړتیاوو، خواړو، راستنیدنې او بیا یوځای‌کیدنې خدمتونو، د معیشت برابرولو فرصتونو، او روغتیایي خدمتونو چمتو کول رانغاړي.