د زیربناوو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د همکارۍ دوام او پراختیا

د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو سره هممهال، د افغانستان له حکومت او خلکو سره ډیپلوماټیک، اقتصادي، سیاسي، او بشردوستانه تعاملات زیاتوي ترڅو د دواړو هیوادونو ملګرتیا او  د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ته وده ورکړي. د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان اسلامي جمهوریت سره د بېلابېلو زیربنایي پروژو په برخه کې له نژدې کار کړی دی. یادې پروژې د هیواد په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو خلکو ته برېښنا چمتو کوي، په بېلابېلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته د ټولنو لاسرسی زیاتوي او د هیواد د بېلابېلو سیمو د نښلولو په موخه د لویو لارو او مهمو سړکونو په ګډون ترانسپورټي زیربناوو ته وده ورکوي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) د برېښنا شبکې د ودې په موخه په ۲۰۱۷ کال کې دوه سب سټېشنونه جوړ او د ۱۱۰ کیلو مترو په اوږدوالي یې د برېښنا د لېږد مزي وغځول او په ۲۰۱۹ کال کې یې یو سب سټېشن ودان کړ چې د لویو لارو تونلونو، کورونو، او تشبثاتو ته د برېښنا چمتو کولو لپاره اړین دي او اوس د افغانستان په شمال‌ختیځ او سویل‌ختیځ دهلیزونو کې ۱۶ نورو سب سټېشنونو جوړوي او د ۴۹۲ کیلو مترو په اوږدوالي د برېښنا د لېږد مزي غځوي. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې همدارنګه په ۲۰۰۹، ۲۰۱۶، او ۲۰۱۹ کلونو کې د برېښنا د تولید د درېو بټیو ودانیزې چارې بشپړې کړې او اوسمهال د لمریزې برېښنا د تولید د دریو بټیو او بادي برېښنا د تولید د یوه فارم یا بټۍ د جوړولو په حال کې ده چې د برېښنا ملي شبکې ته به ۱۱۰ میگاواټه نوره برېښنا ور زیاته کړي. د ۲۰۲۳ کال تر پای پورې به د یادو رغنیزو چارو په بشپړېدو سره د افغانستان ۳.۵ میلیونه نور اوسېدونکي د باور وړ او کم‌لګښته برېښنا ته لاسرسی ومومي.

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره همدارنګه په لیرې پرتو ټولنو کې افغانانو ته د اړتیا وړ څښاک پاکې اوبه چمتو کوي. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان ۸۰۰،۰۰۰ تنو وګړو ته د څښاک پاکو اوبو د چمتو کولو په برخه کې او په ۲۷ ولایتونو کې د حفظ‌الصحې بنسټيزو خدمتونو ته د ۱.۲ میلیونو خلکو د لاسرسي د ودې په برخه کې، مرسته کړې ده.

د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د ۲۰۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي سړکونه جوړ او بیارغولي دي، چې د افغانستان پنځه ترټولو زیات نفوس‌لرونکي ولایتونه سره نښلوي او خلکو ته د سفر او سوداګرۍ آسانتیا برابروي. په یادو سړکونو کې د افغانستان له ترټولو اوږدو لویو لارو څخه یوه، د ګردیز-خوست لویه لاره، شامله ده – چې د اړوند دهلیز په اوږدو کې یې اقتصادي وده پیاوړې کړې او له ښوونځیو او روغتیايي کلینیکونو سره یې د هغو کلیو په نښلولو سره کوم چې پخوا لرې پراته بلل کیدل، په سلګونو ټولنو کې د خلکو ژوند ښه کړی دی.

لکه څنګه چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې رئیسې، ډاکټر ټينا ډولي-جونز، په دې وروستیو کې وویل: “زېربنایي تاسیسات د کورنیو، ټولنو، ولسوالیو، او ولایتونو لپاره خورا اړین دي. له کلیوالي سیمو څخه نیولې بیا د ښارونو تر مرکزونو پوري، زېربنایي تاسیسات زموږ د ټولو په ژوند کې مهم رول لري.” د امریکا متحده ایالات د دغه شان زیربنایي نوښتونو داوم ته چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانانو د ژوند کیفیت کې د پام وړ  مثبت بدلون رامنځته کړي، په تمه ده.