د کمیټې رئیس لینچ، د کمیټې مشر غړی ګروتمن او د کمیټې نورو درنو غړو – سهار مو په خیر! متاسفانه د حالاتو له کبله ما ونشو کړاې چې په تیرو څو میاشتو کې لدې وړاندې دې کمیټې ته حاضر شم. زه کانګرس ته حاضریدل، د ځان لپاره تر ټولو مهمو مسوولیتونو کې ګڼم، او د نني فرصت هرکلی کوم او ویاړم چې تاسو ته معلومات وړاندې کوم.
زه د ۲۰۱۸ په سپتامبر کې د افغانستان د بیلاپخلاینې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وټاکل شوم، لدې ماموریت سره چې یوه ديپلماتیکه لاره وموندل شي تر څو:
- د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پاې ته ورسیږي
- د متحدو ایالتونو د پوځ او مالیه ورکونکو پیټی سپک شي
- د یوه خپلواک، یو موټي او استازي افغانستان لپاره چې له ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي او د خپلو ټولو وګړو بشري حقونو ته درناوی کوي، تر ټولو ښه فرصت برابر شي؛ او
- تر ټولو مهم دا چې ډاډ ترلاسه شي چې ترهګر بیا هیڅکله د افغانستان له خاورې د متحدو ایالتونو او زموږ د متحدینو امنیت و نه ګواښوي.
لدغه ماموریت سره دا انګیرنه هم تړلې وه چې دغې پیچلې جګړې لپاره هیڅ یوه رښتونې او دوامداره پوځي حل لاره نشته. د دغو موخو لپاره، موږ له طالبانو سره نیغو، او څنګ ته یې له افغان حکومت سره، خبرو کې ښکیل شوو. زموږ هدف دا و چې له طالبانو نه د ترهګرۍ ضد ضمانتونه واخلو او دا چې هغوي ژمنه وکړي چې د یوه سیاسي جوړجاړي او د یوه هراړخیز او تلپاتي اوربند لپاره د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره نیغ مذاکرات وکړي.
د اتلسو میاشتو سختې ديپلماسۍ پایله، د پام وړ دوه پړاونه وه. د فبرورۍ پر ۲۹، متحدو ایالتونو او د افغانستان حکومت په ګډه ژمنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره به د یوې هراړخیزې او پایدارې سولې تړون ترلاسه کوي، او دغه راز به: دا ضمانتونه وي چې د هرې نړیوالې ترهګرې ډلې او افرادو لخوا د متحدو ایالتونو او متحدینو د امنیت ګواښولو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخنیوی به کیږي؛ د شرایطو په اساس له افغانستان څخه د ټولو متحدو ایالتونو او ائتلافي خواکونو د وتلو مهال ویش؛ د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د یوه ټولشموله پلاوي تر منځ د بین الافغاني دیالوګ او مذاکراتو له لارې یو سیاسي جوړجاړي؛ او یو تلپاتی او هراړخیز اوربند.
په همدغه ورځ، متحدو ایالتونو له طالبانو سره یو تاریخي توافق-لیک لاسلیک کړ چې مذاکرات شوني کوي. دا توافق-لیک څلور عناصر لري.
لمړی د طالبانو دا ژمنه ده چې د هرې ډلي یا فرد مخنیوی به کويچې د متحدو ایالتونو او متحدینو د امنیت ګواښولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. پدې کې، موږ یو څه پرمختګ لیدلی دی. دا هم مهمه ده چې ټینګار وشي چې د توافق-لیک له لاسلیکولو راپدیخوا، طالبانو خپلو ځواکونو ته لارښونه کړې ده چې پر متحدو ایالتونو یا ائتلافي ځواکونو له بریدونو ډډه وکړي. د توافق-لیک د لاسلیکولو راپدیخوا، هیڅ امریکايی د طالبانو د بریدونو له کبله ندی وژل شوی. او موږ په منظمه توګه له طالبانو سره په اړیکه کې یو او پدې چارو او د اندیښنې وړ چارو د هوارولو لپاره د توافق-لیک د پلي کیدلو څارنه کوو.
دویم، د متحدو ایالتونو او ائتلافي ځواکونو د وتلو مهال ویش دی. وتل د شرایطو په اساس دي. موږ پر دې لور یو چې تر دې مني، د ځواکونه کچه تر ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ راټیټه کړو او د نورو ځواکونو ایستل به په سیمه کې د شرایطو او د طالبانو د ژمنو د پوره کولو پورې تړلي وي.
دریم، د افغانستان د سولې د مذاکراتو پیل دی. لکه چې تاسو خبریاست، دا خبرې د سپتامبر پر ۱۲ پیل شوې، په ریښتیا چې یوه تاریخي شیبه وه. په جګړه کې د افغان غاړو پلاوي، له نړیوالو منځګړو او تسهیلوونکو پرته، یو بل ته مخامخ ناست دي او دا فرصت لري چې پخپل هیواد کې څه باندې څلویښت کلنه جګړه پاې ته ورسوي. دا خبرې د افغانانو په مشري او مالکیت داسې بهیر دی چې پکښې د جګړې دواړې خواوې د خپل هیواد د راتلونکي پر څرنګوالي مذاکرات کوي. افغانان د سولې هیلې لري او د دې خبرو لپاره او دغه راز د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره پراخ ملاتړ شته.
وروستی دا چې، طالبانو توافق کړی چې یو تلپاتی او هراړخیز اوربند به د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اجندا کې وي. له هره اړخه، د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه لوړه ده. موږ پوهیږو چې اورکم شونی دی؛ طالبانو په دوو اخترونو کې اوربند ترسره کړ او لدې وړاندې یې، د مذاکراتو د چمتوالي او د فبرورۍ پر ۲۹ د متحدو ایالتونو او طالبانو تر منځ د توافق-لیک تر لاسلیک کولو وړاندې، اوه ورځې اورکم وکړ. موږ هیله لرو چې مذاکرات به ډیر ژر د ټولو خواو نه د پام وړ اورکم رامنځته کړي، او د هغو افغانانو شمیر لږ کړي چې وژل یا ټپي کیږي. اورکم به د هغه اعتماد په جوړولو کې مرسته وکړي چې د خبرو د بریا لپاره ورته اړتیا شته. موږ به د دې ترلاسه کولو لپاره فشار ته دوام ورکړو.
په افغانستان کې یو سیاسي جوړجاړی پراخ کورني، سیمه ایز او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري. موږ له نږدې نه د افغانستان له ګاونډیو او نړیوالو شریکانو سره کار کړی تر څو د افغانستان د سولې د مذاکراتو نه ملاتړ رامنځته شي. تاسو د دې هڅې اغیز د هغو هیوادونو او سازمانونو په نوملړ کې کتلی شئ چې د سپتامبر پر ۱۲ د افغانانو د سولې د مذاکراتو د غونډې په پیل کې یې شتون درلود، او دغه راز یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه بیان کې لیدلې شئ چې د دغو مذاکراتو هرکلی یې وکړ.
دغې لاسته راوړنې د دوو کالو سختې ديپلماسۍ پایلې دي او لا له وړاندې نه یې د امریکایانو ژوند ژغورلی، د امریکايي مالیه ورکونکو پیټی یې سپک کړی، او افغانانو ته یې یو تاریخي فرصت ورکړی چې داسې یو سیاسي جوړجاړی وکړي چې د دوي اوږده جګړه ختمه کړي.
اوس، له داسې یو بهیر سره چې مشري او مالکیت یې د افغانانو دی، او داسې پلاوي چې د دې هیواد د ځواک او کثرت استازیتوب کوي – د افغان حکومت، سیاسي مشرانو، مدني ټولنې د استازو، ښځو، او مذهبي او توکمي لږکیو په ګډون – د افغانستان خلکو د هیلې لپاره بیا دلیل موندلی. ما له افغان مشرانو غوښتنه کړیده چې د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره له اوسني فرصت نه، چې د دوي په وړاندې دی، ګټه واخلي. له بده مرغه، افغانان مشرانو هغه مهال مسؤلانه او په سم قضاوت چلند ونکړ چې د دوي له هیواد نه شوروي ځواکونه د مقاومت د هغه غورځنګ له کبله ووتل چې متحدو ایالتونو یې ملاتړ کړی و. د همکارۍ او د هیواد لپاره پر یوه سیاسي فورمول د توافق پر ځاې، دوي یوه شریره کورنۍ جګړه رامنځته کړله. موږ به له افغانستان سره مرسته وکړو چې دغه تاریخي شیبه خپله کړي او د هغو پیښو د تکرار مخنیوی وکړي چې په ۱۹۹۰یمو کې ترسره شوې، خو بلاخره مسؤلیت پخپله د دوی دی.
مخ په وړاندې زموږ تګلاره دا ده:
- لمړی، د نړیوالۍ ترهګرۍ د ځپلو او د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې د یوه تلپاتي او هراړخیز اوربند بحث په ګډون، د فبرورې د ۲۹ په توافق-لیک کې د طالبانو ژمنو ته د هغوي د ټینګولو تداوم.
- دویم، له توافق-لیک او د افغانستان له شرایطو سره سم، د خپلو ځواکونو د کچې سمون. موږ پر دې لور یو چې د ځواکونو کچه د ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ پورې راټیټه کړو او د نورو ځواکونو ایستل به د شرایطو سره سم شوني وي. زه غواړم دې کمیټې ته ډاډ ورکړم چې موږ به تل دا وړتیا وساتو چې د متحدو ایالتونو ساتنه وکړو، خو په افغانستان کې پاتي کیدل نه پخپله پایله ده نه پایله رامنځته کوي. د افغانستان لپاره زموږ موخه دا ده چې په سوله کې یو ولس واوسي – له ځان او له خپلو ګاونډیو سره – او له متحدو ایالتونو او متحدینو سره د ترهګرۍ په ضد په یوې ځواکمنې لیکې کې وي.
- دریم، د خواوو د هڅو ملاتړ وشي چې د خبرو له لارې یو سیاسي جوړجاړی ومومي، پداسې حال کې چې د خپلو ارزښتونو پر سر خبرې وکړي. په مذاکراتو کې د ښځو او د مذهبي او توکمي لږکیو ځایول، په سم لور یو ستر ګام دی. متحده ایالتونه به د ټاکنیزې ولسواکۍ، د ښځو او مذهبي لږکیو د حقونو، د قانون حاکمیت، د بیان او رسنیو د آزادۍ په ګډون، زموږ د ارزښتونو پلوي ته دوام ورکړي. په ورته مهال کې، موږ پوهیږو چې یوازې افغانان کولې شي هغه پایدار فورمول وموندي چې د دوي تاریخ او کلتور ته ځانګړی وي. که څه هم موږ پر نورو د خپل سیستم د تپلو په هڅه کې نه یو، خو موږ مذاکره کوونکو ته څرګنده کړیده چې د دوي انتخابونه او چلند به په راتلونکي کې د متحدو ایالتونو د مرستې پر کچې او څرنګوالي اغیزه وکړي، او دا چې دا له افغانستان سره د نورو سترو مرسته کوونکو دریځ هم دی.
- څلورم، له سیمیزو او نړیوالو شریکانو او مرسته کوونکو سره کارکولو ته دوام ورکول تر څو د افغانستان د سولې مذاکراتو لپاره ملاتړ جوړ شي او د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او ځان-بسیاینې ملاتړ وشي.
که څه هم د هیلې لپاره دلایل لرو، خو مخې ته پرتو ننګونو نه سترګې نشو پټولې. په افغانستان کې جګړه په ځانګړې توګه پیچلې ده، او مذاکره کوونکي باید د خپلو بیلابیلو مؤکلینو د ګټو لپاره له ځاني ګټو او سیاسي توپیرونو تیر شي. موږ پوهیږو چې خنډونه او شاتګونه به وي.
د دې کار لپاره یوې پیاوړې او ګڼه-ګوڼې دلې ته اړتیا شته چې د بهرنیو چارو وزارت مسلکي مامورینو، عامه کارکوونکو او د متحدو ایالتونو له ټول دولت څخه له لنډمهالو ګمارل شوو نه جوړه شوې ده. موږ دغه راز له دفاع وزارت، په ځانګړې توګه له جنرال سکات میلر سره چې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو او ناټو عمومي قومندان دی، له نږدې او په مؤثر ډول کار کړی دی. دغه د درست-دولت هڅه، د امریکا د ديپلماسۍ تر ټولو ښه بڼه څرګندوي.
ښاغلی رئیس، مشرانو غړو او د کانګرس درنو غړو، مننه کوم چې د تیرو دوو کلونو هلوځلو، ننګونو او پرمختګ د بیان دا فرصت راکړل شو، او د جګړې د مسؤلانه ختمولو لپاره د دې هیله-بخښونکې شیبې د ځواکمنتیا لپاره زه ستاسو لارښوونو، تبصرو او ملاتړ ته سترګې په لار یم. مننه.