د رسنیو د آزادۍ نړیواله ورځ

د بهرنیو چارو وزیر، انټوني جي. بلینکن
متحده ایالات به سبا، د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مراسمو کې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای کېږي. معلومات او پوهاوي ځواکمن ابزارونه دي او خپلواکې رسنۍ، له هغو معلوماتو سره د خلکو د ټولیزې اړیکې تر ټولو مهم جوړښت دی، چې د خپل ځانه د دفاع په برخه کې د شعوري تصمیم نیونې او د ځان په تړاو د دولتي چارواکو د ځواب وینې په پار، ورته اړتیا لري. متحده ایالات د نړۍ په لر او بر کې د پرلیکه او افلاین رسنیو د ازادۍ پلوی او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د خوندیتوب غوښتونکی دی.

د بیان ازادۍ او د خپلواکو رسنیو له خوا وړاندې شویو کره او رښتینو معلوماتو ته لاسرسی، د دموکراتیکو او هوسا او خوندي ټولنو لپاره یو بنسټ دی. د بشرحقوقو د نړیوالې اعلامیې له مخې، د بیان ازادي، د “هرې رسنۍ له لارې او پولو ته له په پام کې نیولو پرته، د معلوماتو او ایډیاوو، لټولو، ترلاسه کولو او لېږد” ته شاملېږي. خو نن ورځ د خبریالانو د حقونو لرلېد ډېر ځورونکی دی.

دا یو لامل دی، چې موږ د جمال قاشقچي د وحشیانه وژنې په غبرګون کې، د «خاشقچي د وژنې پورې اړوند ممنوعیتونه» د ازادو رسنیو په وړاندې له ګواښ ډکو چلندونو د مخنیوي په موخه اعلان کړ. د دغه وزارت د ۲۰۲۰ ز. کال د هېواد راپور، چې د مارچ په میاشت کې د بشري حقونو د کړنلارو په تړاو خپور شو، د رسنیزو کارکوونکو د ځورونې، پر هغوی برید او ان د هغوی د وژنې لسګونه موارد ذکر کوي. د خبریالانو د ملاتړ کمېټه، راپور ورکړ، چې پر ۲۰۲۰ ز. کال د هغو خبریالانو د وژل کېدو کچه دوه برابره شوې، چې د خپل راپور د خپراوي له امله وژل کېږي، د دغو پېښو زیاتره موارد په مکسیکو او افغانستان کې رامنځته شوې دي. د دغه کمېټې د راپور له مخې، د هغو خبریالانو شمېر چې د خپل راپور د خپراوي له امله بندیان شوي، هم پر ۲۰۲۰ ز. کال تر ټولو خپله لوړې کچې ته رسېدلی دی. په تېر کال کې، د چین خلق جمهوریت، ترکیې او مصر ډېر زیات خبریالان بندیان کړي دي. په روسیه کې، چارواکو د ازادی اروپا راډیو/ ازادي راډیو په ګډون، د یو شمېر ازادو رسنیو خپرونې او راپورونه محدود کړی دی.

په ډېره خواشینی سره باید ووایو، چې د کوویډ ۱۹ خپرېدا، د دې لامل شو، چې د زورواکو دولتونو لپاره، پر ازادو رسنیو د فشار یوه پلمه چمتو کړي. په رښتینې توګه په یوه خصمانه چاپېریال کې، د بیان ازادۍ پلیتابه، په ځانګړې توګه د رسنیو د غړو له خوا، د فساد، ناوړه ګټه اخیستنې او له ناسمو معلوماتو سره د مقابلې په برخه کې خلکو ته د خبرداری ورکولو په برخه کې، حیاتي ونډه لري. موږ له ټولو دولتونو څخه غواړو، چې د خبریالانو امنیت ډاډمن کړي، او له تاوتریخوالي، ویرې، ګواښ او نا عادلانه نېونو پرته د خپلې دندې د ترسره کېدو په برخه کې له هغوی څخه ساتنه وکړي.

زموږ په نننۍ دیجیتلي نړۍ کې د رسنیو ازادۍ او د معلوماتو آزاد بهیر، د انټرنټ ازادي ته اړتیا لري. موږ په دې پرخه کې اندېښنه لرو، چې یو شمېر دولتونه د انټرنټ د سانسور یا محدودولو له لارې، معلوماتو او پوهاوي ته د خلکو د لاسرسۍ د سلبولو په لټه کې دي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې دغه چاره د شبکې محدودیتونو له لارې ترسره شي، چې ځېنې یې ان تر ۱۸ میاشتو پورې، دغه چاره د خبریالانو لپاره ناشونی ګرځوي، چې په خپلواک توګه راپور ورکړي. دولتونه باید رسنیز خدمتونه ونه ځنډوي، سانسور او فیلتر یې نه کړي؛ ځکه دغه اقدامات د سوله ییزو غونډو، تشکل او بیان ازادۍ، د حقونو د بې جهته کمزورتیا او محدودیت لامل ګرځي، اړینو خدمتونو ته لاسرسي مختلوي او پر اقتصاد ناوړه اغېزه لرلای شي.

په مجازي فضا کې، د بیان ازادۍ د مخنیوي په کلکه ټکو غندي. موږ له دولتونو څخه غواړو، چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د ټولو جرمونو په اړه څېړنه وکړي او په دې برخه کې ځواب ویونکي دې اوسي. متحده ایالات ژمن دی، چې د رسنیو غړو، خصوصي سکټور، نادولتي سازمانونو او نورو اړوندو دولتونو سره په نژدې همکارۍ سره، معلوماتو د لاسرسي او بیان ازادۍ څخه د دفاع ملاتړ وکړي، او د هغو میړنیو خبریالانو دفاع وکړي، چې د خپلو حقونو د استفادې په برخه کې، له وېرونې، ځورونې، نیونې او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.