د رسنیو، مدني ټولنو پر استازو او ملکي وګړو باندې د هدفمندو بریدونو د غندنې په اړه اعلامیه

د اروپايي ټولنې پلاوي، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ديپلوماتیکي استازولي د چک جمهوري، ډنمارک، فنلند، فرانسه، جرمني، ايتالیا، هالند او سويډن، استرالیا، کاناډا، په افغانستان کې د ناټو استازی، انګلستان او په کابل کې د متحده ايالاتو مېشت استازی، د رسنیو پر استازو، مذهبي ډلو او مشرانو، د بشرحقونو مدافعینو، محصلینو، مدني ټولنې او ملکي وګړو وروستي هدفمند او ناقانونه بريدونه په کلکو ټکو غندي. موږ همدا راز څرګندوو، په افغانستان کې د ملکي وګړو د زياترو مرګ ژوبلو مسوولین طالبان او بېلابېل تروريستي ډلې دي.

موږ نه يوازې دغه بريدونه د افغانانو پر وينې وحشیانه بريدونه ګڼو، بلکې د افغانستان د سولې پر پروسه يې هم بريد ګڼو. د افغانستان د خلکو پر مېړاني او زړورتیا په باور سره، موږ ډاډمن يو، چې دغه بريدونه، د فکري او نظرياتي تنوع د ځپلو په موخه د بريد کوونکو له موخو سره کومه مرسته نه کوي. دا د افغانستان د خلکو لپاره ډېر ارزښمتن دی، چې احساس وکړي، د دې جوګه دي، چې په آزاده توګه ځان ته تبارز ورکړي، او د سولې د خبرو په تړاو خپلې نظريې څرګندې کړي، او همدارنګه د تلپاتې او باثباته سولې د ټینګښت په موخه، په دغه پروسه برخه واخلي. د معلومات له آزاد جريان او بهیر څخه ملاتړ او د مرتکبینو مسوولیت په ګوته کول، د هغو ټولو کسانو په ګټه به وي، چې دې ته لېواله دي، چې په يو سوله يیز او ډيموکراټیکافغانستان کې ژوند وکړي.

موږ له ټولو هغو کسانو څخه مننه او ستاينه کوو، چې په افغانستان کې د بیان او رسنیو د آزادۍ د پرمختیا په موخه، نه ستړي کېدونکې هڅې کوي. زموږ اړوند ماموريتونه، تمه او هیله لري، چې د جګړې ټول ښکېل اړخونه، په افغانستان کې د رسنیو او مدني ټولنې له آزادۍ او خپلواکي توب څخه ننګه وکړي. دا هغه څه ده، چې د يو رغنده، فعاله او له اقتصادي پلوه مناسبه دموکراسۍ له تحقق سره مرسته کوي.

موږ د افغانستان د ټولو خلکو د ازادۍ د تحقق په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کوو. موږ د بشر نړيوالو قوانینو او د نړيوالو بشري حقونو د حقوقو د بیړني انطباق او پلیتابه غوښتونکي يو. په دې توګه، د هغو کسانو د تعقیب او عدلي څېړنې په برخه کې، چې دغه وګړي په تاوتريخوالي سره هدف ګرځوي، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له هڅو څخه ملاتړ کوو او د دغه ډول وژنو لپاره د مصونیت او خونديتوب د ژر ترژره پای ته رسېدو غوښتونکي يو.