مایک پمپیو، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر
د دموکراسي نړیوالې ورځې د سپتمبر ۱۵ په رسمیت پېژندلو سره، موږ په دموکراټیکو پروسو کې د ګډون لپاره د هر وګړي حق تاییدوو او ورته درناوی کوو. دموکراټیک نظامونه دي، چې د خپلو وګړو په وړاندې ځواب ویونکي دي. دموکراسي دي، چې قانون ته درناوی لري، د وګړو له ژوند او مال څخه ساتنه کوي او د هر وګړي ازادۍ، عزت او برابرۍ ته درناوي لري.
دموکراسي، د نړۍ په لر او بر کې د هر وګړي، هیله ده؛ ځکه موږ هر یو هیله لرو، چې آزاد واوسو. له هماغه ماشومتوب څخه، موږ په دې لټه کې یو، چې آزاد واوسو، پخپله هغه پرېکړې وکړو، چې زموږ ژوندانه ته بڼه ورکوي. موږ د وګړو په توګه، پر دې پوهېږو، چې باید له نورو سره په آزاده او خپلواکه توګه ښکېل واوسو، او له هغو رهبرانو سره په آزاده توګه بحث او خبرې وکړو، چې زموږ له ژوند، مال او ازادۍ څخه د ساتنې واک لري. او د بشر په توګه موږ نه شو کولی، چې په یوازې توګه خپل ژوند ته دوام ورکړو. دموکراټیک نظامونه،د وګړو څخه چوړ ټولنې دي، د داسې موخو لپاره کار کوي، چې په ازاده توګه وکولی شي، وټاکي او په ازاده توګه له یو بل سره کار وکړي او غوړېدا ته ورسېږي؛ ځکه ازادۍ، د ټولو استعدادونه او وړتیاوې او نوښتونه پرانېږي او غوړوي.
نن ورځ نړۍ د عامه روغتیا تر ټولو یو ستر ناورین تجربه کوي. دموکراتیک، زورواکي او دیکتاتور دولتونه ټول د دغه ناورین او ویروس له ننګونو سره مخ دي، خو یوازې دموکراتیک دولتونه دي، چې دغه ناورین ته د غبرګون په برخه کې په ازادانه توګه په دې اړه بحث کوي. په ورته وخت کې، د زورواکو اوسنی موقف اوسمهال هم بل ډول دی، د هغوی لومړیتوب عامه روغتیا نه، بلکې د خپل واک او قدرت ساتنه ده. هغوی پوښتنو ته له ځواب ورکولو څخه ډډه کوي. هغوی ناسم معلومات وړاندې کوي، پراخه څارنه کوي او د قانون واکمني له ځنډ او خنډ سره مخ کوي. نو خلک هغه مهال کړیږي، چې ویني، مشران او رهبران یې یوازې د خپل ځان او خپل ګوند په وړاندې ځواب ویونکی دي.
د دې پرخلاف، دموکراټیک دولتونه په سختو شرایطو کې وده کوي. د بیان ازادۍ او د قانون پر وړاندې د ټولو وګړو د برابر حق له برکته، د دموکراټیکو ټولنو وګړي، کولی شي له یو بل سره یو ځای، د عامه روغتیا له ستونزو مقابله وکړي. په دموکراتیکو ټولنو کې وګړي په دې لټه کې دي، چې معلومات ترلاسه کړي، ترڅو وکولی شي له ځان او نورو څخه ساتنه وکړي. او هغه ټولنې، چې د قانون په وړاندې له برابر چلند څخه ملاتړ او هرکلی کوي، د ټولو خلکو څخه د ملاتړ او د هغوی د مشارکت په برخه کې د کارنده ګامونو په اخیستلو سره، هڅه کوي او پر همدې باور لري.
دموکراتیک حاکمیت په بشپړ ډول، بشپړ نه دی خو د نورو نظامونو په پرتله له ښه موثریت څخه برخمنه ده. دموکراتیکې ټولنې د بشرحقونو ته درناوي لري، او له زیاتې ارامتیا، نیکمرغی او امنیت څخه برخمن دی. موږ په ټولو ځایونو کې د هغو خلکو تر څنګ ولاړ یو، چې د موکراتیکو دولتونو تر سیوري لاندې د ازادانه، خوندي او له عزت ډک ژوندانه په لټه کې دي.