د خبريالانو په وړاندې د جرمونو د معافيت د ختمېدو د نړيوالې ورځې په وياړ د سفیر جان بس وينا
د ۲۰۱۸ د اکټوبر ۲۹مه
د خبريالانو په وړاندې د جرمونو د معافيت د ختمېدو د نړيوالې ورځې په وياړ د نني ماښام غونډې ته ستاسو ټولو د راتګ لامله مننه کوم!
دغه نوم د يوه ساده او بسیط مفهوم لپاره ډېر اوږد ښکاري، په دې مانا چې خبريالان بايد د تاوتريخوالي او ګواښ د ډار څخه پرته خپلې چارې سرته ورسولای شي. دغه ساده او لنډ مفهوم ښايي په ټوله نړۍ کې پلی شي. تاسو ټول پوهېږئ، او په خواشینۍ سره مونږ ټولو سږ کال په افغانستان کې وليدل چې په ټولو ځايونو کې دغه مفهوم ته درناوی او پاملرنه نه کېږي او هر ځای په سمه توګه سر ته نه رسېږي.
شپږ مياشتې مخکې ستاسو د ډلې څخه زياتو دلته د مطبوعاتو د خپلواکۍ ورځ زمونږ سره يو ځای ولمانځله، مونږ ټول د خپلو هغو همکارانو او ملګرو مړينې خورا غمجن کړي وو چې تر هغې يوه يا دوې ورځې مخکې مو د شش درک د بريد د رپوټ ورکولو پر مهال د لاسه ورکړي وو. په خواشينۍ سره چې تر هغه وروسته بيا تر اوسه پورې ستاسو څو تنو نورو همکارانو، افغانانو او د نړۍ نورو خلکو ته د افغانستان د پېښو او خبرونو د رسولو پر مهال خپل ژوند د لاسه ورکړ.
په همدې توګه، مونږ د صميم فرامرز او رامز احمدي د ياد درناوی کوو چې مياشت مخکې د کابل په لوېديځ کې د غېږنيونې په يوه کلپ باندې د بريد په ترڅ کې ووژل شول. همدارنګه مونږ په کندهار کې د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون بريالي فلم اخيستونکي محمد سليم انګار درناوی کوو چې نږدې اونۍ مخکې په جنرال رازق د بريد پر مهال ووژل شو. لکه څرنګه چې زه خبر يم، ښاغلي انګار په کندهار کې د افغانستان په ملي راډيو ټلویزيون کې د ۴۰ کلونو لپاره دنده ترسره کړې وه. دا يو غوره مسلک او دنده ده، خو داسې مسلک او دنده چې ژر پای مومي، لکه ستاسو د نورو همکارانو چې په روان کې يې خپل ژوندونه د لاسه ورکړي دي.
په روان کال کې يوازې اتلس خبريالان په افغانستان کې وژل شوي او زيات شمېر نور ټپيان شوي دي. ستاسو د ډلې څخه، زيات شمېر د ګواښونو سره مخامخ شوي ياست. ځينو بيا د دواړو حالتونو سره مخامخ شوي دي. په دغه ټولنه کې داسې مسئووليتونه هم شته چې په خپل ذات کې او په ټاکلي وخت تر دې څو ځله زيات بدوړي او د خطره ډک دي لکه د افغانستان د امنيتي ځواکونو د زړورو نارينه او ښځينه منسوبين، خو هېڅ مسئووليت ستاسو تر هغه کار ارزښتمن نه دی چې تاسو يې خپلو هېوادوالو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نورو مخاطبینو لپاره د خبرونو، مالوماتو او نظریاتو د برابرولو او خپراوي په برخه کې ترسره کوئ.
هماغسې چې مونږ يې اوس په اړه ګړېږو، ډېری وختونه خبريالان د سترو خطرونو په منلو سره خپلې دندې ته دوام ورکوي. تاسو د سرغړونو او فساد څخه پرده پورته کوی. تاسو د نړيوالو جنایتکاره سازمانونو څخه رابرسېره شوي ګواښونه لوڅوی. تاسو د ناسمو مالوماتو او هغو تبليغاتو پر وړاندې مبارزه کوی چې د بېلابېلو موضوع ګانو په اړه غلط رپوټونه خپروي. دغه ټولې هڅې، که په افغانستان کې وي که په امريکا کې يا په نورو هېوادونو کې، په ټوله نړۍ کې د ولسواکه ارزښتونو د ډلې شمېرل کېږي.
څرګنده ده چې دغه چاره د هغو کسانو پام او کله ناکله تاوتريخوالی او غچ اخيستنه ځان ته را اړوي چې نه غواړي جرمونه او ناقانونه کړنې يې بربنډې شي. او تر ډېره د نړۍ په زياتو هېوادونو کې د خبريالانو پر وړاندې جرمونو ته سزا نه ورکول کېږي.
د همدې امله نن مونږ د خبريالانو پر وړاندې د جرمونو د معافيت د ختمېدو ورځ په ځانګړې توګه د دې لپاره لمانځو چې د ګډ کار په ارزښت پوه شو او مخ په وړاندې لاړ شو. په نړيواله ټولنه کې د نورو په مرسته به مونږ د مجازاتو څخه د خونديتوب د له منځه وړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو تر څو تاسو ټول وتوانېږی چې د تاوتريخوالي، ګواښ او ګډوډۍ د ډار څخه پرته خپل ارزښتمن کارونه ترسره کړی.
او نن مونږ د خبريالانو پر وړاندې د جرمونو د معافيت د ختمېدو د ورځې په وياړ د هغو کارونو او کړنو څخه چې تاسو يې په مسلکي توګه ترسره کوی او د هغه ارزښتمن رول لپاره چې تاسو يې د داسې راتلونکي افغانستان د جوړولو په برخه کې لوبوی چې ټول وګړي يې وکولای شي په کې هوسا، عزتمند او خپلواک ژوند وکړي، د تاسو ټولو ستاينه کوو.
د همدې لپاره مونږ د خپلواکو او مسلکي مطبوعاتو د ودې او دودولو لپاره خپله ژمنه تکراروو او د هغو کسانو پر وړاندې د ځوابونې د اقداماتو د ترسره کولو څخه ملاتړ کوو چې د مطبوعاتو خپلواکي په پام کې نه نيسي.
يو وار بيا ستاسو د راتګ څخه منندوی يم.
####