ښاغلی پمپیو د متحده ایالاتو در بهرنیو چارو وزیر
متحده ایالات د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هغه اعلامیي څخه کوم چې د سیپټمبر په 12 مه د بین الافغانی مذاکراتو د پیل په تړاو خپور شوي ده، هرکلی کوي. د یاد مذاکراتو پیل به د سولې په راوستو او همدار راز په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو او وینې تویونو د پای لپاره، تاریخي فرصتونه ته زمینه برابره کړی. د افغانستان خلک د اوږدې مودې راهیسې د جګړې بار په اوږه وړي. دوی سوله غواړي. ټول اړخونه یوازې کولی شي د هغو سیاسي پروسو له لارې تلپاتی سولې ته ورسېږي کوم چې د افغانانو لخوا رهبري کېږي او د افغانستان د ټولو وګړو، لکه د ښځو او مذهبي لږکیو لیدلورې په نظر کې نیسي.
دغه طلایي فرصت باید له لاسه ور نکړو. د متحده ایالاتو، د هغې د متحدینو، او د افغانستان خلکو لخوا ترسره شوي لویې قربانۍ او پانګونې چې دغه فرصت یې چمتو کړی دی، باید له پامه ونه غورځول شي. زه د بین الافغانی مذاکراتو ګدونوالو څخه غوښتنه کوم چې سولې ته د رسیدو لپاره د خبرو اترو په پروسه کې له ډاډ ، زغم او نرمښت څخه کار واخلي. د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه دغه پروسه له نږدې څاري. متحده ایالات چمتو دي ترڅو ستاسو د غوښتنو سره سم له دی پروسې څخه ملاتړ وکړي. متحده ایالات یوځل بیا د افغانستان له حکومت او طالبانو څخه په کلکه غوښتنه کوی ترڅو خپلو تعهداتو ته کوم چی افغانستان به یوځل بیا دتروریزم د ځالې او همدا راز د متحده ایالاتو او متحدینو لپاره یې د ګواښ په توګه و نکارول شي، ژمن پاتي شي. اوس هغه وخت رارسیدلی ترڅو په افغانستان کې سوله راشی.