په کابل کې د امریکا سفارت د ټولیزو چارو څانکه، اوسمهال د سفارت په grants.gov وېبپاڼه کې د شپږو درج شویو د بودجې تمویل فرصتونو اړوند پروپوزلونه مني. د دغو مالي فرصتونو په تړاو د بشپړ معلوماتو لپاره لاندې ویب پاڼو ته مراجعه وکړئ:
www.grant.gov or https://af.usembassy.gov/embassy/kabul/sections-offices/pdprp/
- د افغانستان د متنوعو فرهنګي مېراثونو ساتنه او پیاوړتیا: دغه پروژه د ملي مېراث د تنوع او بډایه توب په اړه د پوهاوي په زیاتوالي سره، د افغانستان د متنوع فرهنګي مېراثونو د ساتنې او پیاوړتیا په لټه کې ده. دغه پروژې کولی شي، هغه فرهنګي مېراثونو ته شامل وي، چې د «ناملموسې» پدیدې په توګه لکه دودیز لاسي صنایع، موسیقۍ او ادبي دودونو یا «ملموس» مېراثونه لکه تاریخي ابداتو، ودانیو او تاریخې آثارو او د موزیم ټولګو په توګه تعریف شوی دی.
- ورزش ته د نجونو د لاسرسي کچې زیاتوالی: دغه پروژه په لوبو کې د نجونو د برخه اخیستنې کچې د زایاتوالي په اړه مالي مرسته ده، چې په افغانستان کې د هغوی بدني چمتووالي او تمریناتو باندې تمرکز لري. د دغې مرستې ترلاسه کوونکی باید له سیمه ییزو ټولنو او ښوونځیو سره په ګډه کار وکړي، ترڅو دغه چاره وکولی شي، د نجونو لپاره په سیمه ییزو لوبو، کراس کنټري ماراتون (Cross-country marathons) او د هېواد دننه لوبو کې یو امن چاپېریال رامنځته کړي، ترڅو هغوی وکولی شي، په ټیم کې د کار کولو وړتیا ترلاسه او د رهبرۍ لپاره پر ځان باور پیاوړي کړي.
- د متحده ایالاتو د دیپلوماسي پروګرام د فارغ التحصیلانو د شبکې مدیریت: دغه پروژه هغه همغږي تسهیلوي، ترڅو فارغ التحصیلان وکولی شي د افغانستان په ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پراختیا کې، رغنده ونډه ولري. دغه چاره، د شبکه يي پېښو د یوې پیاوړی پروګرام، مسلکي زدکړې ورکشاپونو، د ټولنې د مشارکت پروژو او د سلامشورو پروګرامونو او همدارنګه د فارغ التحصیلانو د لګښت سره مرستې یو پرورګرام رامنځته کولو او مدیریت ته شاملېږي.
- هنر او فعالیت: دغه پروژه پر هنر د متمرکزو ادارو یا هغو نادولتي سازمانونو څخه ملاتړ کوي، چې له هنرمندانو سره همکاري کوي، ترڅو د سولې او پخلاینې او د افغانستان د وګړو حقونو ته د درناوي پورې اړوند پیغامونه، چې له هنر څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، بیان کړي. له متوسطې تجسمې هنرونو، موسیقي، ډرامې او فلم سره د دغو کلیدي پیغامونو تړتیا، له ټولنیزو سازمانونو سره مرسته کوي، ترڅو په نویو لاروچارو سره اړیکه ټینګه کړي، او په دې توګه مثبت تغییرات رامنځته شي.
- د سولې خبریالي پروژه: دا د سولې او پخلاینې د اوسنيو هڅو په تړاو د همکاریو هوکړه لېک دی، چې په دغو لارو چارو لکه: ۱) د رسنیو د واقعیت څېړلو ظرفیت پراختیا؛ ۲) د سولې د راپورورکولو لړۍ پیاوړتیا او د سولې بهیر په تړاو د ټولیزې پوهاوي پراختیا؛ او ۳) د ولایتي رسنیو پیاوړتیا څخه ملاتړ کوي.
- د ملي یووالي پروژه: د دغې پروژې موخه، د عامه حضوري او مجازي فعالیتونو د بودجې تمویل ده، چې د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهیر ګړندی کوي. دغه چاره، په دغه حساس تاریخي پړاو کې او د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په وړاندوینې سره، افغانان بسیجوي. دغه چاره، د افغان ملي هویت او افغان ګډو ارزښتونو پروسه به پیاوړی کړي. د افغان ګډ هویت د حس د پیاوړتیا لپاره، دغه پروژه ټولو ډلو، وګړو، قبیلو او توکمو ته شاملېږي.