د بهرنیو چارو وزیر مایکل پمپیو څرګندونې، د بین الافغانی خبرو اترو د پرانستې په مراسمو کې په دوحه پلازمېنه قطر کې

ماسپښین مو پخیر

خوښ یم چې نن دلته له تاسو سره یم

غواړم د زړه له کومی د جلالتمآب لومړي وزیر مرستیال، د قطر د بهرنیو چارو وزیر او زما نږدې ملګري شیخ محمد ته د سولې په پروسه کې د دوی د دوامداره همکارۍ له امله خپل سلامونه او نیکی پېرزوینې وړاندی کړم. نن ورځ واقعا یوه تاریخي ورځ ده. افغانان له اوږدې مودې وروسته سره یو ځای کېږي او یوه نوي پاڼه پرانېزي. دا واقعیا یوه خوږه او د هیلو څخه ډکه شیبه ده.

څرنګه چې موږ د روښنایې په لټه کې یو، موږ د تیرو ۴ لسیزو جګړو، تباهې او د هغو فرصتونو کوم چې موږ له لاسه ورکړی ده له یاده ندی ویستلي. خو دا د خوښۍ ځای دی او په ورته  وخت کې د دی خبرې ګوا دي  چې د ویجاړیو او دردونو سره سره دغه مذاکرات د افغانانو او د هغوی د نورو همکارانو  لخوا د تلپاتې سولې لپاره ترسره کېږي.

متحده ایالات به هیڅکله زموږ د متحدینو او همکارانو یوالی او پيوستون کوم چې د دغه اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره زموږ تر څنګ ولاړ وو، هیر نکړي. نن ورځ موږ لاهم هغوی یاده و او د هغوی څخه منندوی یو. متحده ایالات به هیڅکله د سپټمبر په۱۱مه نیټه له یاده و نه باسي. موږ د طالبانو هغو ژمنو ته چې دوی به یو ځل بیا د القاعدې په ګډون د نړیوالو تروریستي ډلو کوربه نه وي، او هغوی ته به اجازه ورنکړي ترڅو د افغانستان خاوره د خپلو اډو، ګمارنې او تمویل مرکزونو په توګه وکاروی، هرکلی کوو.

موږ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ورته ژمنو څخه هم هرکلی کوو. افغانستان باید بیا هیڅکله د نړیوالو ترهګرو لپاره د پټنځای په توګه ونه کارول شي. دې تاریخي شیبې ته د رسیدو لپاره ډیری سختې هڅې او قربانۍ ورکړل شوي دي. له همدې امله، لازمه ده چې د دغه تاریخي شیبې د ساتلو لپاره لا ډیر کار وکړو او لا ډیرې قربانۍ ورکړو او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د سولې خبرو اترو د پایلې څخه ښه استفاده وکړو. تاسو لوی مسؤلیت لرئ ، مګر تاسو یوازې نه یاست. ټوله نړۍ د تل پاتې سولې په لاسته راوړلو کې ستاسو ترڅنګ ولاړ دي.

***

زموږ له اړخه، متحده ایالات د یوې خپلواکه، متحد، او دیموکراتیک افغانستان چې په خپلو کې او همدا راز د خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې وی، غوښتونکی ده. زه غواړم د دې دریو ټکو په اړه نور وضاحت ورکړم. خپلواکه، متحد او دیموکراتیک افغانستان په څه مانا ده؟

لومړی خپلواکه. موږ پوهیږو چې افغانان غواړي د بهرني لاسوهنې پرته خپل سیاسي برخلیک وټاکي.

موږ هیله مند یو چې تاسو د ګاونډیو او نورو نړیوالو همکارانو سره د همکارۍ او درناوي څخه ډګ اړیکو څخه خوند واخلئ ، او دا چې تاسو په ځان بسیا اوسئ نه دا چې پر نورو تکیه وکړئ.

دوهم، د متحد کلمه. موږ پوهیږو چې د څلور لسیزو جګړو او تاوتریخوالي په افغانستان منفي او تفرقه اچونکي اغیزه کړې. تاسو فرصت لرئ ترڅو له دغه ټول شموله مذاکراتو پروسې له لارې خپل اختلافات حل کړئ او د ټولو افغانانو په ګټه د یوه سوله ایز راتلونکي په اړه هوکړی ته ورسېږئ. که افغانان په افغانستان کې خپلې ګډې ګټې په پام کې ونیسي ، او د وګړو بډایه تنوع په پام کې ونیسي، دوی به خامخا تلپاتې سولې ته سره ورسېږي.

زه له تاسو څخه غوښتنه کوم چې د افغانستان د ټولو وګړو استازې لکه د ښځو ، قومي او مذهبي لږکیو  او د اوږدې جګړې قربانیان په دغه بهیر کې شامل کړئ.

هیله مندی یو چې دا تاریخي مذاکرات داسې سیاسي تړون  (هوکړه لیک) ته د رسېدو فرصت برابر کړي چې ټول مخالف نظرونه پکې ځای په ځای او د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالي ته نه ووایی.

دریم، دیموکراتیک کلمه. د راتلونکي سیاسي سیستم (جوړښت) انتخاب بې له شکه تاسو پورې اړه لري. په متحده ایالاتو کې، موږ تجربه کړې ده چې ډیموکراسي – په ځانګړي توګه د واک سوله ایز لیږد ډیر ښه کار کوي.

یو دیموکراتیک سیسټم د لږکیو حقونو ته په پام سره د اکثریت انتخاب منعکس کونکي ده. دا ډول سیسټمونه موږ او نورو هېوادونو ته چې دیموکراتیک سیسټمونو (جوړښت) کاروي، سوله او هوساینه ورپه برخه کړي ده.

په دیموکراتیک جوړښت کې، ځواک د یو کس په لاس کې نه دی. متحده ایالات هیڅ کله پر نورو د خپل سیسټم د مسلط کولو په هڅه کې ندی. موږ کلک باور لرو چې د ټولو افغانانو د حقونو خوندي کول د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ترټولو غوره لاره ده.

***

مګر، زه یوازې د دغو کارونه  وړاندیز کوم. تاسو به په خپله د افغانستان په تاریخ کې راتلونکی فصل ولیکئ.

هیله لرم چې دا فصل د پخلاینې او پرمختګ فصل وی ، نه د اوښکو او وینې تویونې فصل.

موږ ستاسو څخه غواړو ترڅو داسې پریکړه وکړئ چې تاسې له تاوتریخوالي او فساد څخه لرې وساتي او تاسو ته تلپاتي سوله در په برخه کړي.

زه تاسو څخه غواړم ترڅو د تیرو دوه لسیزو ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي لاسته راوړنې وساتئ او وده ورکړئ.

د یوې روښانه مثال په توګه: د ژوند په چارو کې د میرمنو د پام وړ ګډون کوم چې نن موږ د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د مذاکراتو په ټیم کې د څلورو غوره میرمنو د ګډون شاهدان یو، د ستاینې وړ ده.

***

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ سیاسي تړون دغه مذاکراتو لپاره لاره هواره کړه. موږ ستاسو د هڅو او مسؤلیت مننې هرکلی کوو.

لازمه ده د خپل پریکړې پرمهال دا خبره په پام کې ونیسئ چې ستاسو پریکړه به په راتلونکي کې د متحده ایالتو د مرستو پر اندازه او څرنګوالي باندي اغیزه لری. هیله مند یو چې تاسو به دوامداره سولې ته ورسیږئ او خپل تاپاتې ګډون ته ته دوام ورکړئ.

په پای کې ، زه تاسو سره په دغه د هیلو ډک شیبه کې ګډون کوم. له شک پرته تاسو به په راتلونکو ورځو، اونیو او میاشتو کې د خبرو اترو په بهیر کې له ډیرو ننګونو سره مخ شئ.

د مذاکراتو په بهیر کې باید دغه ټګي په پام کې ونیسئ چې تاسو نه یوازې د اوسني نسل لپاره بلکې د راتلونکي نسل لپاره کار کوئ، نو زه تاسو څخه غوښتنه کوم چې:

له دې طلایې فرصت څخه ښه ګټه واخلئ.

له دې پروسې څخه ملاتړ وکړئ.

یو بل ته درناوی وکړئ ، آرامه اووسئ او پر خپلو موخو باندې تمرکز وکړئ.

که اړتیا وي ، موږ به ستاسو د خبرو اترو بهیر څخه ملاتړ وکړو. مګر فرصت او چانس ستاسو په لاس کې ده. هیله مند یم چې تاسو د دغه  فرصت څخه ښه ګټه واخلئ.

غواړم یو څل بیا ستاسو نه د زړه له کومې مننه وکړم.