د بهرنیو چارو وزیر انتونی جی. بلینکن اعلامیه

له افغانستان سره اضافي ملکي مرسته

ولسمشر باید په دې اړه صریح و، چې په داسې حال کې چې متحده ایالات له افغانستانه خپل پوځي ځواکونه به وباسي، خو له دغه هېواد څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. په افغانستان کې د پانګونې او د دغه هېواد له خلکو څخه د ملاتړ په برخه کې، زموږ د ژمنې د یوې برخې په توګه، موږ له کنګرې سره له نژدې کار کوو، ترڅو د ۲۰۲۱ ز. کال په بهیر کې د بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې له لارې د افغانستان لپاره ۳۰۰ ملیونه ډالره اضافي ملکي مرستې چمتو کړي. دغه مرستې، هغه مرستې دي، چې موږ د ۲۰۲۰ په نومبر میاشت کې د جینوا کنفرانس په درشل کې یې اعلان کړی و، چې په راتلونکي کې به ورکړل شيُ خو اوسمهال، د افغانستان له خلکو څخه زموږ د تلپاتی ملاتړ د ښودلو لپاره، وړاندې شوې دي. دغه پیسې، د افغانستان د وګړو لپاره بنسټیزو خدمتونو، د اقتصادي ودې ښه والي، له فساد او نشه يي توکو سوداګرۍ سره د مبارزې، د روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو پراختیا، د ښځو له ځواکمنتیا څخه ملاتړ، د تېرو ۲۰ کلنو لاسته راوړونو د پیاوړتیا، د شخړې د حل میکانیزمونو پیاوړتیا او د افغانستان د مدني ټولنو او ازادو رسنیو پیاوړتیا په برخه کې به ولګول شي. کله چې متحده ایالات خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، موږ د افغانستان لپاره د عادلانه او بادوامه سولې لړۍ د پرمختګ او د دغه هېواد د خلکو د روښانه راتلونکي لپاره به، له خپلو ملکي او اقتصادي مرستو څخه ګټه واخلو.