د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلامیه: د نویو بشري مرستو له لارې له سوله ییز او باثباته افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ دوام

متحده ایالات، د افغانستان له خلکو سره د خپلو ژمنتیاوو د یوې برخې په توګه، دغه هېواد ته تر ۲۶۶ میلیونه ډالره زیاتې نوې بشري مرستې چمتو کوي؛ په دې سره، له ۲۰۰۲ ز. کال راهیسې له افغانستان سره د متحده ایالاتو د بشري مرستو کچه نژدې ۳.۹ میلیاردو ډالرو ته رسېږي.

د متحده ایالاتو د خلکو دغه مرستې به له نړیوالو بشري شریکانو سره مرسته وکړی، ترڅو په افغانستان کې د ۴.۸ میلیونو بېځایه شویو کسانو په ګډون له نژدې ۱۸ میلیونو وګړو څخه ملاتړ وکړي. یوازې په روان کال کې، د افغانستان په دننه جګړو له امله تر ۱۱۵۰۰۰ زره زیات کسان، بېځایه شوي دي او نژدې ۵۰۰۰۰۰ نور کسان  مرستو ته ارتیا لري. دغه مرسته او بودجه، زموږ شریکانو ته د دې شونتیا برابروي، چې د ژوند ساتنې، سرپناه، معیشتي فرصتونو، بنسټیز روغتیايي مراقبتونو، بیړني غذايي مرستې، پاکه اوبه او روغتیاپالنې خدمتونه، چمتو کړي، ترڅو د کووید ۱۹ پانډمیک له امله رامنځته شویو اړتیاوو ته ځواب ووايي. سربېره پر دې، د ترټولو زیانمنونکو افغانانو د ساتنې له اړتیاوو سره به مرسته وکړي. دغه زیانمنونکې ډله: هغو ښځو او نجونو ته شاملېږي، چې د کووید ۱۹ د خپرېدا او څو لسیزو جګړو له امله، له ځانګړو ګواښونو لکه جنسیتي تاوتریخوالو سره مخ دي.

موږ د دغه نړیوال غبرګون په وړاندې د نورو مرستندویانو له برخه اخیستنې څخه هرکلی کوو او له نورو څخه غوښتنه کوو، چې د افغانستان د بشري بیړنیو اړتیاوو د پوره کېدو په برخه کې سخاوتمندانه مرسته وکړي. د افغانستان ګاونډیان، په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو ډېرو وګړو او د ډېرې مودې راهیسې کوربه دي. موږ له دغه کوربه هېوادونو څخه مننه کوو، چې د افغانستان خلکو په وړاندې خپلې مداومې ژمنتیاوې ترسره کړې دي او له هغوی څخه غواړو، چې خپل پولي د هغو افغانانو پر مخ پرانېستي وساتي، چې د نړیوال ملاتړ په لټه کې دي او موږ له خپلو شریکانو سره هڅه کوو، چې له کوربه هېوادونو سره مرسته وکړو.

متحده ایالات، له ډېرو کلونو راهیسې، له افغان راستنیدونکو، بېځایه شویو او کډوالو څخه ملاتړ، خپل لومړیتوب ګرځولی دی. لکه څرنګه چې متحده ایالات، خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، زموږ تلپاتې ژمنتیا څرګنده ده. موږ بیا هم د بشپړو دیپلوماتیکو، اقتصادي او مساعدتي لارو چارو له لارې، له داسې سوله ییز او باثباته راتلونکې څخه ملاتړ کوو، چې د افغانستان خلک یې غوښتونکی او وړ یې دی. موږ له افغان دولت او طالبانو مشرانو څخه غواړو، چې د سیاسي حل لارو او دایمي اوربند پر لوري هڅې او پرمختګ ګړندي کړي، ترڅو تر څلوېښتو کلونو راهیسې روانه جګړه پای ته ورسېږي او داسې شرایط رامنځته شي، چې کډوال وکولی شي، په خوندي ډول بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.