د دغې کمېټې له ښاغلي رییس، لوړ پوری غړی او نورو محترمو غړو څخه مننه. زه د دغه فرصت څخه هرکلی کوم، چې نن د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو د استراتیژي په تړاو تاسې ته وینا کوم او په کابل کې له خپلو شریکانو او په دوحه کې له طالبانو او سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره د خپلو وروستیو بحثونو او خبرو په اړه تاسې ته معلومات وړاندې کوم. لکه څرنګه چې تاسې پوهېږئ، ولسمشر بایدن د مي له لومړۍ د سپتمبر تر ۱۱ نېټې پورې له افغانستان څخه د پاتې ځواکونو د ایستلو په اړه پرېکړه وکړه. ولسمشر، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د شلن کلن ماموریت در څېړلو وروسته، عیني واقعیتونو، زموږ لپاره موجودو غوراویو او د نړۍ په لر او بر کې نورو امنیتي ننګونو ته په پام سره په ځانګړې توګه د تروریزم په اړه، دغه پرېکړه وکړه.
ولسمشر دا جوته کړه، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل، زموږ ملي ګټه نه ده. راتلونکي ته په پام سره، په افغانستان کې زموږ موخې په لاندې توګه دي:
- په مصئون او مسوولیت مننې سره، له دغه هېواده خپل پاتې ځواکونه وباسو او د طالبانو د بریدونو په وړاندې افغان امنیتي ځواکونه سره مرسته کوو؛
- ترڅو د افغان جګړې لپاره یوه سیاسي حل لاره ومومو. افغانستان له ۴۰ کلونو راهیسې په جګړو کې ښکېل دی. په دې برخه کې تر ټولو غوره لرلید بین الافغاني خبرې دي، هغه ایډیال، چې کولی شي، د ښځو، ماشومانو او نورو لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د سیمې هېوادونو د ملاتړ وړ دی.
- له دې څخه مخنیوي، چې افغانستان د تروریزم پر پناهځای بدل شي او متحده ایالات او متحدین یې وګواښي. دغه چاره د دې غوښتونکی دی، چې په سیمه کې د څارنې او ځواب وینې وړتیا رامنځته شي.
- د سیمه ییزو همکاریو لکه سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ او اقتصادي پرمختیا پیاوړتیا، چې د دغه هېواد د سوله ییز لېږد په برخه کې مرسته کوي.
د دغو موخو د ترلاسه کېدو په برخه کې زموږ د ستراتیژي مهم عناصر دا دي:
- د خبرو له لارې سیاسي اواري په برخه کې د نړیوالو ملاتړ خپلول.
- د افغانستان سیاسي مشرانو یووالي ته هڅول.
- د افغانستان د اسلامي جمهوریت څخه پوځي، سیاسي او اقتصادي ملاتړ.
- د تاوتریخوالي کچې راټیټولو، د یوې سیاسي هوکړې د ترلاسه کېدو لپاره د خبرو اترو چټکتیا او د هراړخیز او دایمي اوربند په برخه کې د طالبانو هڅول.
- او له تروریزم سره د مقابلې او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د سیمه ییزو همکاریو پراختیا.
د سولې په بهیر کې زموږ د ملاتړ د لنډې دیپلوماسي د یوې برخې په توګه، زه په دې وروستیو کې د افغانستان، قطر، ازبکستان، تاجکستان او جرمني سفر څخه راستون شوی یم.
دا د حیرانتیا خبره نه ده، چې په کابل کې ناډاډمنتیا او وېره موجوده ده. تر دوو لسیزو وروسته، پر متحده ایالاتو، نړیوالو سازمانونو او نورو هېوادونو د خدمتونو، ملاتړ او تمویل په برخه کې باور شته، ځان بسیاینې ته د لېږد په برخه کې بیا هم د ډېرو لپاره یو څرګند ټکی دی. زموږ پیغام دا دی، چې موږ او زموږ متحدین به په دې برخه کې مرسته وکړو او د دوی ملتیا به وکړو، خو هغوی هم د مسوولو ملي مشرانو په توګه هم باید په خپل وار سره، د یووالي، عمل پالنې او سولې په برخه کې ځان تېریدنه ولري.
په دوحه کې د طالبانو مذاکراتي ټیم بیا هم پر خپلو اوږدمهالو او مخکنیو غوښتنو لکه د افغانستان دولت په لاس کې خپلو بندیانو خوشي کېدو او د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د خپلو مشرانو د نومونو د لېرې کېدو باندې ټینګار کاوه. لکه څرنګه چې زما ماموریت و، ما هغوی ته روښانه کړه، چې دغه چارې به د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي کچې د پام وړ ټیټوالي او د سولي یو جدي بهیر ته د هغوی د ژمنتیا تر کتل کېدو وروسته به شونی وي. له خپلو روسي، چیني، پاکستاني او اروپايي سیالانو سره د خبرو په بهیر کې تر ډېره زیات د یو نوی دولت له رامنځته کېدو سره د مخالفت او د خبرو بهیر د چټکتیا ملاتړ باندې هوکړه موجوده وه.
ما طالبانو ته ویلي، چې هغوی کولی شي له دوو بېلابېلو راتلونکي څخه یوه غوره کړي: هغوی کولی شي، د سولې پر لوري د خبرو له بهیر څخه هرکلی وکړي او له تاوتریخوالو ډک خوځښت څخه پر یو سیاسي تحریک بدل شي او له خپلو هېوادوالو سره له هغه ولس سره یوځای شي، چې په نړیواله ټولنه کې د درناوي وړ دی. خو د دې برخلاف که دوی بیا هم پوځي لارې غوره کوي، نو دوی به له انزوا، سیمه ییز مخالفت او نړیوالو تحریمونو سره مخ شي او موږ او زموږ متحدین به له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړو.
موږ د سولې په بهیر کې په ځانګړې توګه د اوربند، د اساسي قانون د اصلاحاتو په تړاو له ملګرو ملتونو سره د نژدې همکارۍ په درشل کې یو. په افغانستان کې د سولې بهیر د پرمخ وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو ونډه به مهمه وي. موږ په استانبول کې په لوړه کچه د سولې د خبرو د کوربه توب په برخه کې د ملګرو ملتونو، قطر او ترکیې هېوادونو څخه منندوی یو. دواړه لوري باید ډېر ژر پر یوه نېټه هوکړه وکړي، او موږ تمه لرو، چې له روښانو او جوتو وړاندیزونه سره چمتو شي. فرصتونه چمتو دي، د مرستې لپاره نړیواله اراده پياوړې ده، په دې توګه افغان دولت او طالبان باید خپله ونډه ادا کړي.
پاکستان په دې برخه کې مهمه ونډه لري. زه او د متحده ایالاتو لوړ پوړي چارواکي د پاکستان له مشرانو سره نژدې اړیکې لرو، او هغوی تر فشار لاندې راولو، ترڅو د تاوتریخوالي کچې راکمولو او په خبرو سره د هوکړې ترلاسه کېدو نه ملاتړ په برخه کې، د خپل پام وړ واک څخه کار واخلي. زه باوري یم، پاکستان پوهېږي، چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه او نه هم په ګاونډ کې یې یو یاغي ګاونډي په ګټه یې نه ده.
لکه څرنګه چې پوهېږئ، موږ اوسمهال د خپلو ناتو او نورو متحدینو په همغږۍ سره له افغانستان څخه د ځواکونو پر ایستلو پيل کړی دی. د ځواکونو وتل تراوسه پورې په اسانۍ سره ترسره شوی دی. موږ طالبانو ته دا روښانه کړی، که هغوی پر موږ برید وکړي، نو موږ په ځواکمنه بڼه به له ځانه دفاع وکړو.
موږ د تروریزم ضد وړتیاوو د ډلبندي په درشل کې یو، ترڅو د څارنې په برخه کې له خپلو وړتیاوو څخه ډاډ ترلاسه کړو، او له افغانستان څخه زېږندنه تروریستي ګواښونو ته رسېدنه وکړو. موږ به په سیمه کې خپلې کافي وړتیاوې وساتو او له خپلو افغاني شریکانو سره به خپلو نژدې همکاریو ته دوام وکړو. موږ له خپلو هغو سیمه ییزو شریکانو سره د همکاریو د لا زیاتو فرصتونو د څېړلو په حال کې یو، چې زموږ اندېښنې درک کوي. موږ له افغانستان څخه د القاعدې، داعش یا هرې تروریستي ډلې له خوا د پناهځای د کارولو په توګه به طالبان مسوول وګڼو.
ان هغه مهال، کله چې خپل ځواکونه وباسو، موږ د سولې له بهیر، خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو او هغو ټولو کسانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د یو هوسا او سوله ییز افغانستان په برخه کې کار کوي. موږ په دې وروستیو کې له روسیې، چین او پاکستان او خپلو اروپايي متحدینو سره اغېزناکې او ګټورې ناستې درلودې او ځواکمنې ګډې بیانیې مو خپرې کړي، چې له دواړو لوریو څخه غواړي، چې د تاوتریخوالي په کچه کې کموالی راولي او له طالبانو څخه جدي غوښتنه کوي، چې خپل پسرلني عملیات پیل نه کړي. زموږ ټول شریکان په افغانستان کې د زور له لارې د دولت له رامنځته کېدو سره خپل صریح مخالفت څرګند کړی دی.
موږ د کنګرې په ملاتړ سره کولی شو، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د صندوق له لارې، خپلې بنسټیزې امنیتي مرستې جاري وساتو. دغه چاره په لومړي ګام کې د افغانستان د پوځي او امنیتي ۳۰۰۰۰۰ ځواکونو له خوا له جنګي او اړوندو کړنو څخه ملاتړ کوي. په ناټو کې زموږ متحدین او شریکان، په داسې موقعیت کې قرار لري، چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره له ځنډ پرته خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
موږ، د هغو زرګونو افغانان موجهې اندېښنې اورېدلي او درک کړي، چې د تېرو شلو کلونو په موده کې زموږ له دیپلوماتانو او سرتېرو سره کار کړی دی. لکه څرنګه چې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی بلینکن روښانه کړی، موږ به په کوټلي توګه هڅه وکړو، ترڅو د هغو کسانو په اړه ډاډ ترلاسه کړو، چې له چټک ګواښ سره مخ دی. په ورته وخت کې، موږ باید په افغانستان کې ناوړه پایله فرض نه کړو. په ایډیال حالت کې، هغه افغانان چې نړیوالې زده کړې، مهارتونه او تجربې ترلاسه کړې، د یو سوله ییز افغانستان لپاره د نوي او رغنده اقتصاد د ملاتېر جوړوي. د هغوی د وړتیا د پېژندلو او د هغوی په وړاندې د غچ اخیستنې اقداماتو د نشتوالي په تړاو به له طالبانو سره د سولې خبرو او مذاکراتو یوه برخه وي.
په کابل کې د خپل سفارت له لارې، موږ به خپلو پرمختیايي مرستو، اقتصادي پانګونو او د لږکیو او ښځو لاسته راوړونو خوندیتوب ته دوام ورکړو. دغه څه شخصا ماته مهمه ده. دا هغه څه دي، چې ما د خپل سفارت پر مهال پرې ډېر زیات کار کړی او په دې برخه کې د پام وړ ګامونه اخیستل شوي، چې نه باید له لاسه ووځي.
په پایله کې، د افغانستان راتلونکي یوازې پخپله افغانان کولی شي، وټاکي. د دغه هېواد سیاسي مشران باید د هېواد ګټې تر خپل شخصي واک او ګټې لوړ وګڼي او د دې لپاره، چې د خپل واک او ګټې لپاره لوبه وکړي، باید د پرمختګ لپاره لارې چارې ولټوي.
پر دې پوه شئ، چې د مارک فریش خوشي کېدل، چې له ۲۰۲۰ ز. کال راهیسې تښتول شوی، د بهرنیو چارو وزیر او زما لپاره ډېر مهم دی. له طالبانو سره په خپلو ناستو کې، په وار وار مې د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده. ما همدا راز په دې برخه کې د قطر د لوړپوړو چارواکو ملاتړ ترلاسه کړی او پاکستاني چارواکو مې تر فشار لاندې راوستی دی.
زه غواړم، لږ نور وخت راکړئ، او په کابل کې د نجونو پر یو ښوونځي د برید زیان بیان کړم. دا یوه ډېره ناوړه او زړه بوږونکې پېښه وه. په دېر احتمال سره یې مسوول داعش و، خو په نهایت کې د هغو دوامدارو تاوتریخوالو پایله وه، چې دې ته اجازه ورکوي، چې دغه ډول بریدونه ترسره شي.
له دغه فرصت څخه له تاسې څخه منندوی یم. په تکرار سره وایم او فکر کوم، دا ټکی ډېر مهم دی، هغه څه چې په تېرو دوولسیزو کې زموږ هېواد د افغانستان لپاره ترسره کړی، بې ساری دی او انګیزه یې ښه نیت وه. زموږ ښځې او نارینه له پوځې جامو سره ځانونه قربان کړل او په زرګونه کسان د ماموریت پرمهال له جسمي او د ژوند په لړ کې نورو دایمي معلولیتونو سره مخ شول. موږ یوازې له دې امله نه، چې تروریستانو د سپتمبر د ۱۱ پېښې هلته برنامه ریزي کړې و، بلکې د میلیونو ښځو او نجونو او د مدني ټولنې د پیاوړتیا په موخه هلته پانګونه او ځان تېرېدنه وکړه. په پای کې باید ووایم، چې دا د افغانانو دنده ده، چې له موجودو فرصتونو څخه ګټه واخلي. زموږ سرتېري د دې وړ دی، چې خپلو کورونو ته ستانه شي او افغانستان د خپلو دوستانو او ملګرو په مرستې او هڅونې سره د داسې فرصت وړ دی، ترڅو خپله لاره ومومي.
مننه، تاسو کولای شئ خپلې پوښتنې مطرح کړئ