په داسې حال کې، چې موږ د کور په دننه د کووید ۱۹ ناروغي سره مبارزې ته دوام ورکوو او په ټوله نړۍ د دغه پانډمیک د پای ته رسېدو لپاره هڅه کوو، ولسمشر بایدن ژمنه کړې، چې متحده ایالات به د نړۍ لپاره د واکسینو زېرمه او سرچینه وي. د دغه کار د ترسره کېدو لپاره دولت به د کواکس لپاره زموږ د پياوړې بودجې سربېره، یو لړ اضافي اقدامات به ترسره کړي: د متحده ایالاتو د واکسین له زېرمې څخه نړۍ ته مرسته او نور ولسونه او هېوادونه هڅول، چې ورته اقدام ترسره کړي، د متحده ایالاتو له تولیدوونکو سره کار او مرسته، ترڅو د نوره نړۍ لپاره د واکسین زیات تولید ولري او له نورو هېوادونو سره په ځانګړې توګه د نړیوال تامین زنجیرو له لارې مرسته، ترڅو د اکسین د تولید په برخه کې یې ظرفیت پیاوړتیا ومومي. د واکسین دغه ستراتیژي، نه یوازې د دغه پراخې ناروغۍ بلکې پر هر راتلونکي پانډمیک باندې د برلاسي لپاره د نړیوالې روغتیا د چمتووالي ظرفیت د رامنځته کېدو او د عامې روغتیا د بیړنیو مرستو په ګډون، د کووید ۱۹ د ماتې په برخه کې د نړیوالې لارښوونې لپاره زموږ د ټولیزې ستراتیژۍ یوه برخه ده.
دولت، د نړۍ په کچه د جون میاشتې تر پایه پورې د متحده ایالاتو د لږترلږه ۸۰ میلیونه ډوز واکسین او په لومړي سر کې د ۲۵ میلیونو ډوز د وېش چارچوب اعلان کړی دی.
په ځانګړې توګه، دولت اعلان وکړ،
چې متحده ایالات د دغه پانډمې د پای ته رسېدو لپاره، واکسینونه په نړیواله کچه توزیع کړي. دولت نن ورځ، د نړۍ په لر او بر کې د متحده ایالاتو د ۸۰ میلیونه ډوز واکسین د وېش لپاره خپل چوکاټ اعلان کړ. متحده ایالات، په ځانګړې توګه:
۷۵ سلنه دغه واکسینونه به د کواکس له لارې مرسته وکړي. متحده ایالات به کواکس له لارې درې پر څلورمه برخه مرستې شوې واکسین ډوزونه، به اړمنو هېوادونو سره مرسته وکړي. په دې کار سره، د زیاتو هېوادونو او له خطر مخ هېوادونو لپاره، د واکسین کچه تر ټولو لوړې کچې ته رسېږي. د کواکس له طریقه د مرستو شویو ډوزونو لپاره، متحده ایالت به د لاتینې امریکا کارایب، سویلي اسیا، سویل ختیځ او افریقايي هېوادونه په لومړیتوب کې راولي.
د واکسین ۲۵ سلنه نور ډوزونه د بیړنیو اړتیاوو لپاره د نړۍ په لر او بر کې مرسته کېږي. متحده ایالات له بېلابېلو هېوادونو څخه د واکسین د ترلاسه کولو غوښتنه ترلاسه کړې ده. متحده ایالات د خپلو مرسته شویو واکسینونو یوه پر څلورمه برخه په مستقیمه توګه له هغو اړمنو هېوادونو سره مرسته کوي، چې د کرونا د څپو ښکار شوي دي، ګاونډي هېوادونه او هغه هېوادونه چې له متحده ایالاتو څخه د مرستې غوښتنه کوي. په ځانګړې توګه موږ:
- به د نړیوال پوښښ لپاره زمینه برابره کړو. د دغو مرسته شویو ډوزونو ورکړه، د دې ښودنه کوي، چې متحده ایالات په ټولو سیمو کې او په ټولو برخو کې ځواب وینې ته چمتو دی، ترڅو واکسین ته نړیواله لاسرسي شونی شي.
- د عامې روغتیا او تر ټولو غوره اسنادو او شمېرو له مخې، د نورو څپو لپاره چمتووالی، د روغتیايي کارکوونکو او هغو کسانو چې له زیان سره مخ دی، لومړیتوب بندي. موږبه د بیړني مرستې ته اړمنو هېوادونو ته د واکسین د چمتو کولو په برخه کې، هغه کارکوونکو ته به لومړیتوب ورکړو، چې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.
- متحده ایالات به له اړمنو او ګاونډیو هېوادونو سره مرسته وکړي. متحده ایالات به خپل واکسین په سیمه کې او پولو هېوادونو سره مرسته وکړي. موږ به په لومړي ګام کې تر ټولو خپل نژدې ګاونډیو ته واکسین ورکړو، لکه کاناډا او مکسیکو. زموږ د واکسین د مرسته کولو کړنلاره به لاتینه امریکا اړ کارابین په خپل لومړیتوب کې ولري.
متحده ایالات د ۲۵ میلیون ډوزونو د مرستې لپاره خپله پیشنهادي طرحه اعلان کړه. د پورتني چوکاټ له مخې، متحده ایالات هوډ لري، د لومړي ځل لپاره ۲۵ میلیونه ډوز واکسین مرسته وکړي.
- له دې جملې څخه نژدې ۱۹ میلیونه ډوزه به د کواکس له لارې د لاندې کړنلارې له مخې مرسته وشي:
- ۶ میلیونه د مرکزي او سویلي امریکا هېوادونو لپاره، چې دغو هېوادونو ته شاملېږي: برازیل، ارجنتاین، کولمبیا، کاستاریکا، پیرو، اکوادور، پاراګوئیه، بولیوی، ګواتمالار، السالوادرو، هندوراس، پاناما، هایتي او د کارایب ټولنې نور هېوادونه او همدارنګه د دومینکن جمهوري.
- ۷ میلیونه ډوز به پر اسیايي هېوادونو ووېشل شي، چې لاندې هېوادونو ته شاملېږي: هند، نیپال، بنگله دیش، پاکستان، سریلانکا، افغانستان، مالدیف، مالیزیا، فیلیپین، ویتنام، اندونیزیا، تایلند، لائوس، پاپوآ گینه، تایوان او د ارام اقیانوس جزیره.
- ۵ میلیونه ډوزه د افریقايي ټولنې په همغږي سره پر افریقايي هېوادونو ووېشل شي.
- نژدې ً 6 میلیونه ډوزه، د سیمې هېوادونه او شریکانو ته ځانګړې شي لکه مکسیکو، کانادا، د کوریا جمهوریت، لویدیځه غاړه او غزه، اوکراین ، کوسوو، هائیتی، ګرجستان، مصر، اردن، عراق او یمن او همدارنګه د ملګرو ملتونو د لومړۍ کرښې کارکوونکي.
د متحده ایالاتو له خوا د میلیونو ډوز واکسینو مرسته، د متحده ایالاتو د ژمنتیا ښکارندويي کوي. د قانوني الزاماتو په پام کې نیولو سره به موږ په چټکي سره کار وکړو، چې د واکسینونو خوندي لېږد په نړیواله کچه شونی شي. دا وخت نیونکې چاره ده، خو متحده ایالات به په دې برخه کې له ټولو اهرمونو څخه کار واخلي، ترڅو د دغه ویروس په وړاندې د خلکو له ژوند څخه ساتنه وشي. واکسینونه د لوژستیکي او نظارتي پارامترونو او نورو ځانګړو مواردو په پام کې نیولو سره د هرې سیمې او هېواد سره مرسته وشي.