د انځورونو د نندارتون څخه د متحده ايالاتو د سفير کوربه توب او د مرستې اعلان

نن سفير جان بس د انځورونو په يوه نندارتون کې چې د متحده ايالاتو په سفارت کې جوړ شوی و د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، بشرپاله شخصیتونو، حکومتي چارواکو، د ملګرو ملتونو او ناحکومتي مؤسسو استازو، او تمویلوونکو څخه هرکلی وکړ او په هېواد کې د بشر پاله هڅو د ملاتړ په موخه يې نوې ۳۷ ميليون ډالري مرسته اعلان کړه.

په دغه نندارتون کې چې د “هيلې او پايښت سفرونه” نومول شوی، د ټول هېواد څخه د بيځايه شويو او زيانمنو افغانانو انځورونه نندارې ته وړاندې شول چې جګړې، طبيعي پېښو، د کډوالۍ څخه بېرته راستنېدو او نورو امنيتي لاملونو مرستې ته اړ کړي، يا مخکې اړمن وو. نور انځورونه د متحده ايالاتو د بشرپالو مرستو د وېش بهير څرګندوي. سفير بس د ژوند ژغورونکو مرستو د برابرولو په برخه کې د ټولو بنسټونو او اشخاصو د ګډو هڅو په ستايلو سره وویل: “مونږ ټول، د افغانستان حکومت، د ملګرو ملتونو ادارې، په ناحکومتي مؤسسو کې زمونږ همکاران او مرسته کوونکي ملګري هېوادونه، د بشرپالنې په برخه کې ملګري او همکار يو.”

سفير بس د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې متحده ايالات خپله نوې ۳۷ ميليون ډالري مرسته د روانې جګړې څخه د اغېزمنو کسانو، په وروستيو کې د پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو کډوالو، په هېواد کې د بېلابېلو طبيعي پېښو څخه د زیانمنو وګړو او د هغو افغان کډوالو د اړتياوو د پوره کولو لپاره چې د سيمې په هېوادو کې يې د پناه غوښتنه کړې، اعلانوي. په دې سره، په افغانستان کې د ۲۰۱۷ مالي کال څخه را په دې خوا د متحده ايالاتو د بشرپالو مرستو  ټوليزه کچه ۲۷۶ ميليون ډالرو ته رسېږي.

دغه مرسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق، د کډوالۍ د نړيوال سازمان او د خوړو د نړيوال پروګرام په ګډون زمونږ د نړيوالو ادارو د همکارانو له لارې په ساحه کې د بشرپاله پروګرامونو او پروژو په پلي کېدو کې لګول کېږي. يو شمېر دغه پروګرامونه بېرته راستنېدونکو کډوالو ته بلا عوضه مرسته، ښوونه او روزنه، د معیشت د وسايلو روزنه، مدني اسناد، او کډوالو او کوربه ټولنو ته د بېرته راستنېدو اړونده پوهاوی برابروي. همدارنګه، د متحده ايالاتو د بشرپاله مرستو په مټ د خوړو بيړنۍ مرستې، تغذيې، د څښاک پاکې اوبه، د ماشومانو او والدينو لپاره خوندي ځای، د استوګنې موقت ځای، لومړني اړين توکي لکه کمپلې او د پخلي وسايل برابرېږي. ټټۍ، د حفظ الصحې بستې، او د حفظ الصحې د ښه والي لپاره د روزنيزو کمپاينونو په لاره اچول د د ناروغيو د خپرېدو څخه د مخنيوي په برخه کې مرسته کوي. متحده ايالات د ناوړه اغېز کمولو په موخه طبيعي پېښو ته د چمتوالي او د بشرپاله همغږۍ څخه هم ملاتړ کوي.

متحده ايالات په ټولو هېوادونو باندې د مرستې او ونډې اخيستنې غږ کوي تر څو په افغانستان کې بشرپالو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه پوره شي. لا تر اوسه هم په افغانستان کې د زيات شمېر زیان منونکو خلکو څخه د ملاتړ لپاره نړيوالې مرستې ته اړتيا ليدل کېږي.