د امریکا متحده ایالات د افغانستان له اسلامي جمهوري او د افغانستان له خلکو سره پر خپله همکارۍ ویاړي او هغه لاسته راوړنې ستايي، چې افغانستان یې له ۲۰۰۱ ز. کال راهیسې ترلاسه کړي دي. موږ په ځانګړې توګه د نړیوالو ګواښونو ته د غبرګون په برخه کې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره نژدې اړیکې لرو او په دې برخه کې مو ګډه قرباني ورکړې ده. له ۲۰۰۱ز. کال راهیسې په دغه هېواد کې د سولې او امنیت ټینګښت د متحده ایالاتو له لومړیتوبونو څخه دی او په دې توګه په دې هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې لړۍ د پای ټکي اېښودو ته ژمنه ده، د همدې ژمنتیا له مخې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو نن له یو بیړنی پیغام سره کابل ته راغی. هغه په مستقیمه توګه د دغه هېواد له مشرانو سره خبرې وکړې او د افغانستان د خلکو لپاره د هغوی د سازش پر اړتیا ټینګار وکړ.
متحده ایالات پر دې خواشینی دی، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او پخوانی اجراییه رییس عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو ته خبر ورکړی، چې دوی پر دې نتوانېدلي، چې د ټول شمول داسې یو دولت په تړاو سره هوکړه وکړي، چې وکولی شي، د سولې او امنیت او حکومت راتلونکو ننګونو او د افغانستان د خلکو سوکالي ته ځواب ووایي. متحده ایالات له هغوی څخه ناهیلی شوی او د هغوی کړه وړه د افغانستان او زموږ ګډې ګټې ته څه معنا لري. د هغوی ماتې، د امریکا او افغانستان اړیکې زیانمنې کړې او په خواشینی سره د هغو افغانانو، امریکایانو او ایتلافي شریکانو د مایوسیت او ناهیلي لامل ګرځي، چې د دغه هېواد لپاره د نوی راتلونکي د جوړولو په لاره کې خپل ځانونه او مالي امکانات قرباني کړې ده.
له هغه ځایه چې د مشرتابه دغه پاتې راتلل، د متحده ایالاتو د ملي ګټو لپاره یو مستقیم ګواښ ګڼل کېږي، د متحده ایالاتو دولت له افغانستان سره د خپلو همکاریو په برخه کې به بیاکتنه وکړي. د نورو اقداماتو ترڅنګ، نن موږ اعلانوو، چې د خپلو لګښتونو د مسوولیت په برخه کې په افغانستان کې موږ بیاکتنه کوو، او له ځنډ پرته، د روان کال د مرستو په برخه کې یو ملیارد ډالر کموالی راولو. موږ چمتو یو، چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په دې برخه کې یو میلیارد ډالر نور کموالی هم راولو. موږ همدا راز د نورو کموالي لپاره به هم ځان چمتو کړو، چې له افغانستان سره د مرستندویانو د کنفرانسونو لپاره به پر خپلو ژمنو بیاکتنه وکړو. موږ د افغانستان مشرتابه ته دا خبره جوته کړې، چې له هغو عملیاتونو څخه ملاتړ نه کوو، چې سیاسي انګېزه ولري، او له هغو سیاسي مشرانو څخه ملاتړ نه کوو، چې د دغه عملیاتو امر ورکوي، یا هغو کسانو څخه ملاتړ نه کوو، چې له موازي حکومت څخه ملاتړ کوي.
همدارنګه متحده ایالات دې ته رسېدلي، چې سیاسي حل لاره او هلې ځلې د لانجې یوازینۍ لاره ده. موږ د دې یادونه کوو، چې د افغانستان مشران په ګډه اعلامیه کې له خپلو ژمنتیاوو سره په مخالف جهت عمل کوي، او په بین الافغاني مذاکراتو کې د برخه اخیستنې لپاره د یو ملي ټول شموله ټیم د رامنځته کولو او یا د باور جوړونې د یو اقدام په توګه د دواړو خواوو له خوا د بندیانو د ازادولو لړۍ د تسهیلولو په برخه کې، په عمده ډول کار نه کوي، چې د یو سیاسي هوکړې او د دایمي اوربند لامل ګرځي. موږ د خپلو ځواکونو د شرایطو پربنسټ او د متحده ایالاتو او طالبانو له هوکړه لیک سره سم، د شاتګ په حال کې (د ځواکونو د رایستلو) یو.
که د افغانستان مشران پرېکړه وکړي، چې یو ټول شمول دولت رامنځته کړي او وکولی شي چې امنیت ټینګ او د سولې په برخه کې برخه واخلي، متحده ایالات دې ته چمتو دی، ترڅو له دغو هڅو څخه ملاتړ وکړي او پر خپلو بیاکتنو چې له نن پیل شوی له سره غور وکړي.
متحده ایالات، نه له افغانستان سره خپل مشارکت او نه هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنتیا ته شا کوي، بلکې پر مرستو زموږ بیاکتنه، د افغانستان د مشرانو غیرمسوولانه اقداماتو ته پام سره دی. د افغانستان د خلکو په وړاندې د امریکا د تلپاتې ژمنتیا د ښودلو په برخه کې، متحده ایالاتو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه له افغانستان سره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي.