کابل، افغانستان – د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) د چهارشنبې په ورځ، د مارچ میاشتي پر ۲۴مه نېټه، په راتلونکو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د نريرنځ (توبرکلوز) ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره د ملګرتیا اعلامیې په لاسلیک کولو سره د نريرنځ نړیواله ورځ ولمانځله. د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي راس ویلسن، او د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رئیسې ډاکټر ټینا ډولي-جونز د عامې روغتیا وزارت د نريرنځ ملی ورځې د لمانځنې په ترڅ کې د یاد هوکړهلیک د لاسلیک کولو په مراسمو کې ګډون وکړ. یاد مراسم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې لخوا په مجازی (انټرنټ محوره) توګه ترسره شول.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي راس ویلسن په دې اړه وویل:”دغه هوکړهلیک د افغانستان د ولس د روغتیا او هوساینې د ودې لپاره، حتی د کووید-۱۹ وبا په دې بېسارې دوره کې، زموږ ژمنه څرګندوي. دغه سند همدارنګه د افغانستان ولس سره زموږ د دوامداره ملګرتیا یوه ښکاره بیلګه ده.”
په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې رئیسې ډاکټر ټينا ډولي-جونز د امریکا سفیر ښاغلي ویلسن د خبرو په تائید سره ټینګار وکړ چې د افغانستان ولس سره د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ملګرتیا ښې پایلې رامنځته کوي. هغې وویل “د خپلو مخکنیو تجربو پر بنسټ، موږ په دي پوهیږو چې په ګډه کارکولو سره یو مثبت بدلون رامنځ ته کولای شو. او اوس راتلونکو پنځو کلونو ته په کتلو سره ډاډه یمه چې موږ به خپلو سترو لاستهراوړنو ته وده ورکړو او په افغانستان کې به د نريرنځ د ختمولو لپاره خپلې موخې ته ورسیږو.”
نریرنځ د نړۍ یوه له وژونکو انتاني ناروغیو څخه ده. د نريرنځ ناروغي په کال کې د شاوخوا ۱.۴ میلیونو کسانو په وژلو سره د نړۍ په کچه د مړینې نهم ستر لامل ګڼل کیږي. په داسې حال کې چې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې رامنځ ته شوي دي خو د کووید -۱۹ نارغۍ په څو میاشتو کې د نریرنځ سره د مبارزې لپاره نړیوالو هڅو ته کلکه ضربه وارده کړي او د کلونو پرمختګ یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د نريرنځ نړیواله ورځ چې هر کال د مارچ میاشتې پر ۲۴مه نېټه لمانځل کیږي، د نریرنځ روغتیايي، اقتصادي، او ټولنیزو پایلو ته د نړیوالو پام را اړوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د امریکا متحده ایالاتو حکومت د نريرنځ د نړیوالې مبارزې مخکښې ادارې په توګه د یادې ناروغۍ ختمولو ته ژمنه ده.