د امریکا متحده ایالات ، د کوویډ – ۱۹ مخ په پراخېدونکي ویروس د مقابلې لپاره، د نړیوال روغتیايي او بشري مرستو د چمتو کولو په برخه کې ځواب ویونکی دی. موږ اوسمهال هم د هېواد په دننه او هم بهر، له دغه ویروس سره د مقابلې په موخه، د ټولو سرچینو د بسیجولو په درشل کې یو. د متحده ایالاتو د دغه هراړخیز او له سخاوت ډک غبرګون د یوې برخې په توګه، د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) ، د هغې بودجې سربېره چې مخکې د نړیوال روغتیايي سازمان او یونیسف لپاره په پام کې نیول شوې ده، د اړو هېوادونو لپاره د ۲۷۴ میلیون ډالرو په اندازه بیړنۍ بشري او روغتیايي مرستې وړاندې کوي.
دغه ټولګه تر نن ورځې پورې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د نړیوال روغتیايي بیړنۍ زیرمې صندوق ۱۰۰ میلیون ډالرو او د همدې ادارې له پېښو سره د مرستې نړیوال حساب څخه ۱۱۰ میلون ډالر بشري مرستو ته شاملېږي، ترڅو تر ۶۴ زیاتو هغو هېوادونو سره مرسته وشي، چې د دغه ویروس د خپرېدو له زیات خطر سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو سازمان به د بهرنیو چارو وزارت د وګړو، پناه غوښتونکو او کډوالۍ څانګې له لارې ۶۴ میلیونه ډالره مرستې ترلاسه کړي، ترڅو د نړۍ تر ډېره زیانمنونکو وګړو لپاره، چې په ناورینجنو شرایطو کې قرار لري، د کوویډ – ۱۹ ویروس له ګواښ سره مقابله وشي.
د متحده ایالاتو ټولې دولتي ادارې، هڅه کوي، ترڅو د همغږۍ او د اغېزې د ظرفیت پر بنسټ، بهرني مرستې په خپل لومړیتوب کې راولي. د نن ورځې نوې بودجې ته په پام سره، متحده ایالات نژدې ۵ میلیونه ډالر روغتیايي او بشري مرستې افغانستان ته وړاندې کوي، ترڅو د داخلی بیځایه شویو وګړو لپاره د کوویډ – ۱۹ ویروس د تشخیص او درملنې په برخه کې مرسته وشي. سربېره پر دې متحده ایالات، د روغتیا نړیوال سازمان دبیړني غبرګون د پروګرام د ملاتړ په موخه او همدارنګه د کوویډ – ۱۹، له ویروس سره د مقابلې په موخه 10 میلیونه ډالره نور له موجودو سرچینو به ځانګړی کړی. دغه ملاتړ، د لابراتوارونو د پرمختیا، څارنې، د ویروس له خپرېدو څخه د مخنیوي او مدیریت او کنترول، د ټولنې مشارکت او تخنیکي مرستو په بڼه، د افغانستان دولت ته به وړاندې شي.
د سیمې اوهېواد کچې د مرستو د بشپړ نوملړ د ترلاسه کولو په موخه، د (خبرپاڼې DOS) برخې ته مراجعه وکړي.