د امریکا متحده ایالاتو د جانسن او جانسن واکسین ۱.۴۸ میلیونه ډوزه د افغانستان ولس ته چمتو کړل

د امریکا متحده ایالات ویاړي چې د کوواکس(COVAX) له لارې افغانستان ته د جانسن او جانسن واکسین ۱،۴۸۴،۹۰۰ ډوزه چمتو کوي. کوواکس (COVAX)، په ټولې نړۍ کې د کوویډ-۱۹ خوندي او اغېزمنو واکسینونو د برابر وېش لپاره یو نړیوال میکانیزم دی.

د جون په ۳یمه نېټه، د ولسمشر بایډن ادارې په ټولې نړۍ کې د کرونا واکسین د لږترلږه۸۰ میلیونو ډوزونو د وېش لپاره خپله طرحه اعلان کړه او د لمړنیو ۲۵ میلیونو ډوزونو د اختصاص لپاره یې خپل پلان ترتیب کړ. دغه واکسینونه د هغو ۳.۳ میلیونو څخه زیاتو واکسینونو له ډلې څخه دي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په ترڅ کې چې د جون له ۲۴مې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې ترسره شو، د سپینې ماڼۍ لخوا له افغانستان سره ژمنه وشوه.

سفیر راس ویلسن، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر، د جمعې په ورځ کابل ته د یاد واکسین ۱.۴۸ میلیونو ډوزونو د رارسېدو د هرکلي په ترڅ کې وویل: ” د امریکا متحده ایالاتو حکومت یاد واکسینونه د نړیوالې عامې روغتیا او امنیت د ودې په موخه د امریکا د لسیزو مرستو د لړۍ دوام په توګه په ویاړ سره شریکوي. د کرونا واکسین دغه ډوزونه د ناورینونو او ننګونو په وخت کې د افغانستان له خلکو سره د تلپاتي شریک او ملګري په توګه پاتي کېدو ته زموږ ژمنه څرګندوي. نن، د امریکا متحده ایالات په ټینګه او ویاړ سره د افغانستان له خلکو سره ولاړ او د کلونو لپاره به خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي.”

افغانستان د کوویډ-۱۹ وبا سره په مبارزه کې یوازې نه دی. د دغه ویروس د خپرېدو سره د مبارزې په برخه کې د مرستې په موخه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID)  ۴۰ میلیونه ډالره چمتو کړل ترڅو په مستقیمه توګه له افغانستان سره د کوویډ-۱۹ وبا سره په مبارزې کې مرسته وکړي او د کرونا نړیوالې وبا د پایلو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له هلوځلو څخه د ملاتړ په موخه یې د امریکا متحده ایالاتو د نورو پراختیايي مرستو لوري ته بدلون ورکړ. سربیره پر دې، په دې ورستیو کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ څخه د اغیزمن شويو شاوخوا ۱.۲ میلیونو زیان‌منونکو کسانو د خوراکي او تغذیوي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ملګرو ملتونو سازمان د نړیوالو خوړو پروګرام (WFP) د کوویډ-۱۹ بیړنۍ مرستندویه پانګې سره د  ۳۸ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.  د روان کال د جون په میاشت کې، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د کوویډ-۱۹ هغو ناروغانو سره د مرستې په موخه چې د امریکا متحده ایالاتو د حکومت لخوا د تېر کال ۱۰۰ پایو ډالۍ شویو ونټیلاټورونو(مصنوعي تنفس ماشینونو)  څخه د هیواد په ۱۸ روغتونو کې ګټه اخلي، د ونټیلاټورونو مصرفي توکي لکه سرکټونه، فلټرونه، او د ونټیلاټور ماسکونه، چمتو کړل. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې همدارنګه د هیواد په ۹ ولایتونو کې د ۲۹ پایو میخانیکي ونټيلاټورونو او لسګونو نورو تجهیزاتو د ترمیم، ساتنې او پاملرنې، اعیارولو، او نصب په برخه کې، مرسته وکړه.