د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان حکومت افغان زده‌کوونکو ته د روزنیزو موادو چمتو کولو په موخه یو نوی پروګرام پیل کړ

کابل، افغانستان – نن، په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ځانګړي شارژدافیر ښاغلي هوګو لورنس او د افغانستان اجرائیه رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د درسي کتابونو د چاپ او ویش پروژې دوهم پړاو پرانیسته. دغه پروژه د امریکا متحده ایالاتو پراختیایي ادارې له لوري د افغانستان پوهنې وزارت لپاره تمویل شوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره به د افغانستان د ټولو ښوونځیو د لمړي تر دولسم ټولګیو زده‌کوونکو لپاره د ۱۳۵ میلیون جلده تصویب شويو درسي کتابونو او د ښوونکو لارښوود کتابونو د چاپ او ویش په موخه د پوهنې وزارت ته ۷۵ میلیونه امریکايي ډالره چمتو کړي.

دغه پروژه د کتابونو د چاپ او ویش هغې پروژې د هڅو د دوام په موخه ترسره کیږي کومه چې د ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د افغانستان حکومت او نورو ډونرانو په ملګرتیا سره د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له‌خوا په پښتو، دري او انګلیسي ژبو  د ښوونځیو لمړنۍ او منځنۍ دورې د تصویب شویو کتابونو تدارک او ویش په موخه ترسره شوي وه.

ښاغلي هوګو لورانس په دي اړه وویل «دغه پروګرام د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان حکومت ترمنځ یو خورا مهم ملګرتیا بلل کیږي.» هغه زیاته کړه«زموږ کاري ټیمونه به په ګډه کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دغه خورا مهمې هڅې په بریالي توګه د ټولو افغانو ماشومانو په ګټه تر سره شي.»

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د درسي کتابونو چاپ او ویش پروژه ښوونیزو او روزنیزو خدمتونو ته د ښوونځي په عمر افغانو ماشومانو لاس‌رسی پراخولو او دښونې او روزنې کیفیت لوړولو په موخه د پوهنې وزارت څخه ملاتړ کوي.

دافغانستان اجرائیه رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله په دي اړه وویل «انسانی کرامت او د انسانانو رفاه په برخه کې هره مرسته هر کله چې ترسره شي یوه لویه مرسته ده.  د درسي کتابونو چاپ او ویش د افغانستان څخه یو لوی ملاتړ او لویه مرسته ده.»

د ۲۰۰۲ کال راهیسې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د ښوونکو روزنې، د میلیونونو جلده درسي کتابونو چاپ او ویش، په سیمه‌ایزو روزنیزو ټولګیو کې د ګډون لپاره د افغانو انجونو سره مرستې، او د لوړو زده‌کړو فرصتونو پراخولو له لارې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې د کیفیت لرونکو ښوونیزو خدمتونو چمتو کولو برخه کې د افغانستان حکومت سره مرسته کړي .

###