د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی دفتر

د بیړني خپراوي لپاره

رسنیزه خبرتیا

د ۲۰۲۰ ز. کال د اګست ۲۶

د عدالت لپاره جایزه – د مارک رانډل فریرچس او پاول ایډوین اوربای، جی آر د اختطاف په تړاو د معلوماتو د ورکړی لپاره جایزه

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماټیک امنیت خدمات د عدالت لپاره د جایزې دفتر او د فډرال څېړنو د دفتر له لارې، تر ۵ میلیونه امریکايي ډالره زیات پیسې د جایزې په توګه د مارک رانډل فریرچس او پاول ایډوین اوربای، جی آر د اختطاف په تړاو د معلوماتو د ورکړې په بدل کې وړاندې کوي، چې دواړه په افغانستان کې ورک شوي دي.

د RFJ دفتر همدارنګه د هغو معلوماتو لپاره جایزه ټاکلی، چې د ښاغلی فریرچس او اوربای د ځای، ریکوري او بېرته ګرځېدو لامل شي.

ښاغلی اوربای د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۴ ز. کال د مي په نیمایي کې د افغانستان په خوست کې د پاکستان پولې ته څېرمه لیدل شوی و. د هغه د نادرکه کېدو پرمهال، هغه د هغه کتاب لپاره څېړنه ترسره کوله، چې یې لیکل او داسې ښکاري، چې نوموړی پلان درلود چې د پاکستان له پولې واوړي، او هلته خپل کار ته دوام ورکړي.

ښاغلی فریرچس د ۲۰۲۰ ز . کال په فبروري کې وتښتول شو. د ده د تښتونې پرمهال، نوموړی په کابل کې مېشت و. هغه پر ۲۰۱۰ ز. کال افغانستان ته راغلی و او د هېواد په لر او برکې ساختماني پروژو کې کار کاوه.

د دغې جایزې په تړاو د زیاتو معلوماتو لپاره د عدالت لپاره جایزه وېبپاڼې www.rewardsforjustice.net ته مراجعه وکړئ. موږ هر هغه څوک، چې د دغه تښتونې په تړاو معلومات لري، هڅوو چې د عدالت لپاره جایزې دفتر سره د وېبپاڼې یا دغه ایمیل info@rewardsforjustice.net له لارې اړیکه ټینګه کړي او یا سیمه ییز امنیتي افسر سره د امریکا په ترټولو نژدې سفارت یا قونسلګري کې اړیکه ونیسي. وګړي همدا راز کولی شي په دې برخه کې په tips.fbi.gov کې FBI ته اړوند معلومات وړاندې کړي. ټول معلومات په جدي توګه محرم وساتل شي. د پاول اوربای په تړاو د نورو معلوماتو لپاره دغه ویب پاڼه وګورئ: www.fbi.gov/wanted/kidnap/paul-edwin-overby-jr  او د مارک فریرچس په تړاو د نورو معلوماتو لپاره: www.fbi.gov/wanted/kidnap/mark-randall-frerichs وګورئ.

د عدالت لپاره جایزې پروګرام د قانون د پلیتابه یو اغېزناک ابزار دی او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیک امنیت خدماتو له خوا اداره کېږي. دغه پروګرام پر ۱۹۸۴ ز. کال د خپل کار له پیله تر ۱۰۰ زیاتو هغو کسانو ته، چې عملي معلومات وړاندې کړي او معلومات یې عدالت ته د تروریستانو له راوستلو او په نړۍ کې د بین المللی تروریزم د فعالیتونو په مخنوی کې سره مرسته کړې، د ۱۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په اندازه پيسې ورکړي دي. په توېټر کې موږ په دغه ادرس کې تعقیب کړئ: https://twitter.com/RFJ_USA