په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت نن د کډوالۍ ځانګړې وېزو د ورکړې لپاره، د مرکو د ترسره کولو لړۍ بیا پیلوي. لومړنی پړاو له هغو غوښتونکو سره د مرکې د ترسره کولو د مهالویش تنظیم دی، چې د کوویډ ۱۹ ویروس د خپرېدو له امله یې مرکې ځنډیدلی وې.
د دغه پړاو تر بشپړېدو وروسته، د قونسلۍ څانګه د ویزې د صادرولو ملي مرکز په همغږۍ، د کډوالۍ د ویزو د هغو غوښتونکو لپاره د مرکې د ترسره کولو مهالویش تنظیموي، چې اسناد یې بشپړ دي. د قونسلي څانګه د نویو غوښتونکو د اسنادو څرنګوالي ته په پام سره، د هغوی مهالویش چمتو کوي؛ او د سمدلاسه مرکې ترسره کولو توان نلري. د کډوالۍ د ځانګړو ویزو غوښتونکي اړ نه دي چې له سفارت سره اړیکې ونیسي، بلکې د مرکو د ترسره کېدو په برخه کې معلومات به په مستقیمه توګه دوی ته وړاندې شي.
د کوویډ ۱۹ ویروس خپرېدا کچې د راټیټولو په موخه د دوامدارو اقداماتو له امله، سفارت د مرکو د ترسره کولو په برخه کې به لږ ظرفیت ولري. په دې توګه د ویزې د صادرولو لپاره د مرکو د ترسره کولو په برخه کې، د غوښتونکو او کارکوونکو روغتیا او خوندیتوب به د قونسلۍ څانګړی لومړیتوب وي. غوښتونکي ښايي په راتلونکي کې بیا هم د ویزې لپاره د مرکو لړۍ له لغو کېدو یا ځنډېدو سره مخ شي.