د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی .جی . بلینکن اعلامیه

د مارک فریریکس د آزادي هرکلی

مارک فريريکس، د امريکا د سمندري ځواکونو پخوانى غړى له څه باندې دوو کلونو بند وروسته خوشې شو او له افغانستان څخه امريکا ته په لاره دى. زه د بهرنیو چارو وزارت کې د خپلو همکارانو د ټیم، زموږ د ملي امنیت مسلکي همکارانو او همدارنګه په قطر کې زموږ د متحده ایالاتو همکارانو څخه مننه کوم.

د مارک فریریکس خوشې کېدل او له خپلو ملګرو سره د هغه یوځای کېدل له طالبانو سره د جدي خبرو تعامل او پایله ده. زه په ټوله نړۍ کې د امریکایانو خوندیتوب او امنیت ته لومړیتوب ورکوم. موږ به د هغو امریکایانو د خلاصون لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې ته به دوام وکړو چې په ناحقه برمته شوي یا توقیف شوي دي.

موږ هیڅکله د مارک کور ته د راوستلو په برخه کې په خپله ژمنه کې شک نه درلود ، او موږ به هیڅکله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکایی بندیانو په وړاندې په خپله ژمنه کې به شک ونه کړو. د هغه خوشې کیدل د دې ثبوت او یوه نښه ده چې زموږ د شپې او ورځې هڅو ته لومړیتوب ورکوي ترڅو زموږ هیوادوال له خپلو عزیزانو سره یوځای شي.