د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، نن د افغان کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د انلاین معلوماتی پاڼې د پرانیستلو اعلان وکړAfghanistan Family Reunification – United States Department of State. دا ویب پاڼه په دې اړه معلومات وړاندې کوي چې څنګه افغانان په متحده ایالاتو کې د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای شي، البته، دا باید په یاد ولرئ چې دا د مهاجرت دوسیی یا د هغو خلکو د ننوتلو میتود پورې اړه لري چې متحده ایالاتو ته ننوځي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، متحده ایالاتو د افغان کورنیو، د بیا اوسیدو او بیا میشتیدنې له بهیر څخه ملاتړ کړی دی.که څه هم متحده ایالاتو په بریالیتوب سره یو شمیر کورنۍ بیرته یوځای کړي ، خو بیا هم داسې نور خلک شته چې جلا شوي او له ننګونو او ستونزو سره مخا مخ دي.د بیا یوځای کیدو لپاره د دې ویب پاڼی د پیلولو موخه د هغو کورنیو سره مرسته کول دي چې لا هم له یو بل څخه جلا دي.
د افغانستان له خلکو سره د متحده ایالاتو ژمنتیا تلپاتې او ثابته ده، او په ورته وخت کې، هغه خلکو ته ژمنه ده چې هڅه کوي له خپلو کورنیو سره یوځای شي او د معلوماتو وسایلو چمتو کولو ته اړتیا لري .هغه کسان چې په افغانستان کې د خپلې کورنۍ له غړو سره د یوځای کیدو په لټه کې دي کیدای شي د دوی سره د یوځای کیدو لپاره مختلفې لارې وکاروي. البته، دا باید په یاد ولرئ چې د دوی د کډوالۍ دوسیه او یا د ننوتلو میتود او طریقې پورې اړه لري چې متحده ایالاتو ته ننوځي.زموږ د کورنۍ د بیا یوځای کیدو معلوماتی ویب پاڼه دا پروسه په ګوته کوي چې څنګه افراد کولی شي د پلي کیدو پروسه پیل کړي: د متحده ایالاتو اتباع، د دایمي اقامې د اسنادو لرونکي ) گرین کارت) ، مهاجرین، سیاسي پناه غوښتونکي ، د افغانانو د بشرپالنې لنډمهاله استوګنې پروګرام ، په شمول هغه کسان چې لنډمهاله خوندیتوب ورکړل شوی دي کولی شي دا پاڼه وکاروي.
دا معلوماتي ویب پاڼه به دافغانستان د پوښتنو پاڼی، په نوې برخه کې موقعیت ولری چې د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کوي Afghanistan Inquiries – United States Department of State. همدارنګه، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ماموریت ویب پاڼه او د امریکا د تابعیت او مهاجرت ادارې (USCIS) ویب پاڼه هغه خلکو ته لارښوونه کوي چې د خپلو کورنیو له غړو سره د بیا یوځای کیدو په لټه کې دي .