د امریکا متحده ایالاتو د مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو له لارې، د سویس د حکومت او د افغانستان د اقتصادي چارو د کارپوهانو په ګډون د نړیوالو همکارانو په همغږي، نن د افغانستان د پولي صندوق د جوړولو اعلان وکړ چې د افغانانو په ګټه تمامیږي.
په داسې حال کې چې افغانستان له بشري بحران او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، متحده ایالات د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دي. د اجراییوي فرمان د (E.O) 14064 شمیرې له مخې، ولسمشر بایډن هغه پالیسي له مخې یې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ چې د هغه هیواد د خلکو د ګټو لپاره دي، باید وکارول شي، او ویل کیږي چې دا پیسې به طالبانو او نورو ورانکارو ډلو ته نه ورکول کیږي. د افغانستان د پیسو وجهي صندوق کولی شي د دې ۳.۵ میلیارده ډالرو په مصرفولو سره د مناسبو لګښتونو د ساتلو او تادیه کولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي او دا کار د افغانستان په اقتصادي ثبات کې ډیر اغیزناک دی.
طالبان د افغانستان وجهي صندوق ته لاس رسی نه لري، او د دې پیسو د غیر قانوني موخو لپاره د کارولو د مخنیوي لپاره قوي محافظتونه په پام کې نیول شوي دي.. د افغانستان وجهي صندوق بانکي حساب به د نړیوال تصفیېوی بانک (BIS) سره ساتل کیږي، کوم چې په سویس کې دی.
BIS یوه نړیواله مالي اداره ده چې د مرکزي بانکونو، چارواکو او نړیوالو مالي موسسو ترمنځ د بانکدارۍ په برخه کې مختلف مالي خدمتونه وړاندې کوي (د نورو معلوماتو لپاره، www.bis.org ته مراجعه وکړئ). د سویس د حکومت د قانون له مخې باید یو بهرنی مفتش د افغانستان وجهي صندوق د پیسو د کارولو بهیر وڅاري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وندي شرمن ویلي دي ” د افغانستان خلک د لسیزو جګړو، سختې وچکالۍ، کوویډ-۱۹ او پراخ فساد له امله له بشري او اقتصادي بحران سره مخ دي”. هغه همدا راز زیاته کړه: «نن ورځ امریکا او متحدینو یې یو مهم او بنسټیز ګام پورته کړی چې له اضافي سرچینو څخه په استفادې سره کولای شي سختۍ راکمې کړي، د افغانستان د خلکو اقتصادي ثبات ښه کړي او په ورته وخت کې په اقتصادي غوړېدا کې مرسته کوي او له طالبانو سره به حساب او کتاب وکړای شی”.
په همدې حال کې د امريکا د مالیی وزارت مرستيال والي اډيمو وويل ” د افغانستان وجهي صندوق کولاى شي له هغو اقتصادي ننګونو سره مرسته او اسانتياوې رامنځته کړي چې افغانستان ورسره مخ دى او دا په داسې حال کې ده چې د مرکزي بانک د 3.5 ملیارد ډالرو زیرمو ساتل د افغانستان د خلکو په ګټه دي. هغه همدا راز زیاته کړه ” د طالبانو لخوا استبداد او اقتصادي ناسم مدیریت په افغانستان کې اقتصادي ننګونې زیاتې کړي دي، په شمول د هغو اقداماتو له لارې چې د افغانستان د مهمو اقتصادي بنسټونو ظرفیت یې کم کړی او له افغانستان سره یې د مالي مرستو بیا پیلول کمزوري کړي دي.
متحده ایالاتو به له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار وکړي چې دغه پیسې د افغانستان د عامو خلکو د ژوند د ښه والي لپاره وکاروي”.
شیرمن دا هم یادونه وکړه چې “د هغو سترو ننګونو په ځواب کې چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي، متحده ایالات اوس د بشري مرستو یو له سترو تمویلونکو څخه دی. موږ د نړیوال بانک او د آسیا پراختیایي بانک سره همکاري کړې او توانیدلي یو چې د لومړنیو خدماتو او نورو بیړنیو اړتیاوو د چمتو کولو لپاره له 1 ملیارد څخه ډیر پیسې چمتو کړو. برسېره پر دې، موږ د متحده ایالاتو نور 814 ملیون ډالر بشري مرستې په مستقیم ډول خپلو پلي کونکو شریکانو ته د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره چمتو کړې او موږ به اجازه ورنکړو چې طالبانو ته د دې پیسو مالي ګټه پورته کړي. . د افغانستان د وجهي صندوق به اوس د افغانانو په استازیتوب زموږ د روانو دیپلوماتیکو او بشري هڅو یوه برخه ده”.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د عوایدو او اقتصادي تولید کچه له ۲۰ تر ۳۰ سلنې کمه شوې، په داسې حال کې چې واردات نږدې ۴۰ سلنې ته راټیټ شوي دي. . له بلې خوا راپورونه وايي چې په سلو کې ۷۰ کورنۍ د خوراکي او غیر خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. . افغانستان کولی شي د وجهي صندوق له بودیجې څخه په استفادې سره نړیوالو مالي بنسټونو ته خپل پورونه ورکړي او په ورته وخت کې دا اقدام کولی شي د افغانستان لپاره د پراختیایي مرستو وړتیا وساتي او د حیاتي وارداتي محصولاتو لکه بریښنا تادیه کې اسانتیا رامنځته کړي.
اضافي معلومات:
د افغانستان مرکزي بانک (DAB)
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغانستان مرکزي بانک نه یوازې په امریکا کې، بلکې د نړۍ له ټولو مالي ادارو سره د بانکي راکړو ورکړو د ناڅرګندتیا له امله خپل لاسرسی له لاسه ورکړ. له هغه وخت راهیسې د طالبانو د کمزوري اقتصادي مدیریت او د افغانستان بانک د بنسټیزو ظرفیتونو په را ژوندي کولو کې د پاتې راتلو له امله د افغانستان اقتصادي وضعیت خراب شوی دی، لکه د پیسو وینځلو او د ترهګرو د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د کافي کنټرول نشتوالی(. AML/CFT).
د نړیوالې مالي ټولنې تر منځ د اعتماد د رامنځته کولو لپاره، د افغانستان بانک باید تخصص، کاري ظرفیت او خپلواکي وښيي چې د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې چې باید په مرکزي بانک کې ترسره شي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د افغانستان بانک باید په ډاګه کړي چې دغه اداره له سیاسي لاسوهنو څخه پاکه ده او په ورته وخت کې یې د پیسو وینځلو او د ترهګرو د تمویل سره د مبارزې په برخه کې هم مناسب کنټرول په لاس کې اخیستی دی. او په ورته وخت کې، دا د دریمې ادارې لخوا ارزول کیږي او د بلې دریمې ادارې لخوا څارل کیږي.
د افغانستان د وجهي صندوق
د افغانستان د وجهي صندوق د سویس د یوه ګډ بنسټ په هدفمنده توګه د ساتنې او پالنې په موخه رامنځته شو او له دې لارې د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره ۳.۵ میلیارده ډالره پیسې ولګول شي. په عین حال کې، د افغانستان د وجهی صندوق د افغانستان د مرکزي بانک د نورو بهرنیو شتمنیو د ساتنې او تادیاتو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کیزی دغو مرستو د افغانانو سختې اقتصادي ستونزې او بشري ناورین لرې کړی او د امکان تر حده په افغانستان کې له اقتصادي ثبات سره مرسته کولای شي.
د افغان فنډ موقعیت – شتمنۍ
د افغانستان د وجهي صندوق باید خپل بانکي حساب د بین المللي تصفیېوی بانک (BIS) سره وساتي. BIS یوه نړیواله مالي اداره ده چې د مرکزي بانکونو، چارواکو او نړیوالو مالي موسسو ترمنځ د بانکدارۍ په برخه کې مختلف مالي خدمتونه وړاندې کوي (د نورو معلوماتو لپاره، www.bis.org ته مراجعه وکړئ).
BIS به د منځګړي بانک په توګه عمل وکړي او د افغان پیسو د وجهي صندوق په سوداګریزو چارو کې او یا د دې په سوداګریزو فعالیتونو کې لکه د تادیاتو تایید کې به مداخله نه کوي.
د پیسو او فند کارول
په لنډه موده کې به د افغانستان د وجهي صندوق وکولای شي چې پولي او اقتصادي ثبات ته وده ورکړي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي. پدې کې د لومړني وارداتي پیسو تادیه شامله ده لکه د بریښنا پیسې. برسېره پردې، په نړیوالو مالي موسسو کې د پور پیسو تادیه کولی شي د شرایطو وړ ساحه چمتو او ملاتړ وکړي. پدې کې د مرکزي بانک د لازمي خدماتو تادیه شامله هم ده ، لکه د اړو خلکو لپاره د سویفټ تادیه ، او داسې نور.
په اوږد مهال کې، موخه دا ده چې دا غیر کارول شوې پیسې د دې محدودو موخو لپاره وساتل شي او د افغانستان بانک ته بیرته راستانه شي. . متحده ایالاتو په ښکاره ویلي چې موږ به په هیڅ ډول د دې پیسو د بیرته راستنیدو ملاتړ ونه کړو، تر څو چې د افغانستان بانک لاندې ګامونه پورته نه کړي:
- د سیاسي نفوذ او لاسوهنو څخه خپله خپلواکي وښيي
- – د پیسو مینځلو او د تروریزم تمویل سره د مبارزې په برخه کې کافي اقدامات او کنټرول
- – د څارنې پروسې لپاره د اعتبار سره د دریمې پارتی ارزونې او ټاکلو لپاره د دریمې پارتی ګمارل
د افغانستان د وجهي صندوق کنټرول
د افغان د وجهي صندوق د سویس په ژینوا ښار کې موقعیت لري او د یوې کمیټې لخوا څارل کیږي. په دې ټیم کې دوه افغان کارپوهان چې ښه اقتصادي تجربه لري، یو د متحده ایالاتو استازی او یو د سویس د حکومت استازی شامل دی.
د افغانستان وجهي صندوق د نړیوالو همکارانو ملاتړ لري چې په افغانستان کې د دوامداره پولي او لوی اقتصادي ثبات ملاتړ کوي. د سویس د حکومت د قانون له مخې باید یو بهرنی مفتش د افغانستان د پیسو د صندوق د کارولو بهیر وڅاري.
د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د انتقال قانوني اساس
د 2022 کال د فبروري په 11، د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن، یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د افغانستان بانک د شتمنیو د کارولو اجازه ورکوي، چې په متحده ایالاتو کې ساتل کیږي، او دا باید د افغانستان د خلکو سره د مرستې لپاره وکارول شي. وروسته، د امریکا دمالیی وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) یو اجازه نامه صادر کړ چې د افغانستان بانک د پیسو 3.5 ملیارد ډالر اجازه ورکوي چې د افغانانو سره د مرستې لپاره لیږدول شي.
د تېرې کړنلارې پر بنسټ او وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د فدرالي قانون د ٢٥بي مادې له مخې دوه کسان د تضمين سره د چارواکو په توګه وګومارل چې د پيسو ترلاسه کولو، د پيسو د کنټرول او لېږد ګډ واک لري. دغو کسانو په سویس کې د افغان پیسو وجهي صندوق د قانوني بنسټ په توګه جوړ کړی دی.