د امریکايي ځواکونو د محلي کارکوونکو د لومړۍ الوتنې رارسېدو په اړه د ولسمشر جو بایډن وینا

جولای ۳۰، ۲۰۲۱

نن مو یو مهم پړاو ترسره کړ داسې چې د زرګونو افغانانو پر وړاندې د خپلې ژمنې ترسره کولو ته چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو او ډېپلوماټانو سره اوږه په اوږه کار کړی، دوام ورکوو. نن سهار، د امریکايي ځواکونو د محلي کارکوونکو لومړۍ الوتنه متحده ایالاتو ته رارسېدلې، هغه افغانان یې را انتقال کړي څوک چې پخپله او کورنۍ یې د کډوالۍ ځانګړې ویزې د شرایطو وړ دي. دا رارسېدونکي د ډېرو هغو لومړي دي چې په چټکۍ کار کوو ترڅو د کډوالۍ ځانګړې ویزې وړ افغانان له خطر څخه لېرې په متحده ایالاتو کې امن ځایونو، له هېواده بهر د متحده ایالاتو مرکزونو یا درېیم ګړو هېوادونو کې ځای پر ځای کړو ترڅو وکولی شي په خوندیتوب کې انتظار وباسي، دا په داسې حال کې چې دوی د ویزې غوښتنلیکونه پای ته ورسوي.

دا لومړي افغانان کولای شي مستقیم متحده ایالاتو ته راشي ځکه دوی مخکې له مخکې د څارګرې ټولنې، بهرنیو چارو وزارت او کورني امنیت له لوري د شالید پراخې پلټنې او امنیتي ازمایښتونه بشپړ کړي دي. دوی مخکې تر دې چې سفر وکړي او په متحده ایالاتو کې خپل نوی ژوند پیل کړي، د ویزې غوښتنلیکونو وروستي پړاوونه او اړینې طبي معاینې به د ویرجینیا په فورټ لي کې بشپړې کړي.

غواړم په متحده ایالاتو کې د ویاړلو جنګیالیو د ټولنې په ګډون چا چې په دوامداره توګه له افغانانو دفاع کړې څوک چې په افغانستان کې د عمل په ډګر کې د دوی په خوا کې وو او ډېر ځله یې د ژباړونکو په توګه خدمت کړی، له ټولو هغو مننه وکړم چې د زړورو افغانانو په استازیتوب یې خبرې کړي دي. غواړم د حکومت او نړۍ په کچه له هغو ډېپلوماټانو او عامه خدمت کوونکو مننه وکړم څوک چې د عملیاتي متحدینو پناه اخیستونکو د برخې په توګه نه ستړي کیدونکي کارونه کوي.

که څه هم د متحده ایالاتو سرتیري وځي، موږ به د امنیتي مرستو له لارې د افغان ځواکونو او همدارنګه د بشري او پرمختیايي مرستو له لارې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو ترڅو د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو په ساتلو کې مرسته وکړي. موږ به د سولې پروسې لپاره خپل ډېپلوماتیک ملاتړ ته هم دوام ورکړو. موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي سمدستي کمولو غوښتنه کوو او له ټولو سیمه ییزو فعالانو غواړو ښکېلې غاړې وهڅوي چې پرته له ځنډه خبرو اترو ته راستانه شي ترڅو د افغانستان خلک دوامداره او عادلانه سیاسي جوړجاړی ته چې سوله او امنیت راولي، ورسېږي.

تر ټولو ډېر، غواړم له دغو زړورو افغانانو چې له متحده ایالاتو سره ولاړ دي، مننه وکړم او نن ویاړم چې دوی ته وایم: “کور ته ښه راغلاست”.