د ولسمشر بایدن د لارښوونې له مخې، متحده ایالات د افغانستان د هغو وګړو او د هغوی د کورنیو له لېږد او ایستلو څخه د ملاتړ په موخه، چې د متحده ایالاتو د کډوالي ځانګړې ویزې د شرایطو لرونکي دي، د امریکايي ځواکونو د محلي کارکوونکو د لېږد چارې پیل کړې. د هغو کسانو لپاره الوتنې چې د کډوالۍ ځانګړو ویزو لپاره یې غوښتنې له مخکې طی مراحل شوي، د جولای میاشتې په وروستۍ اونۍ کې پیلېږي. د دغه لړۍ د امنیت د خوندیتوب لپاره، موږ نه شو کولی د دغه سفر په اړه نور جزییات یا د هغو کسانو نومونه شریک کړو، چې پکې ګډون لري.
په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت چارسمبالی راس ویلسون وویل: “د متحده ایالاتو سفارت، د امریکايي ځواکونو د محلي کارکوونکو له لېږد څخه د ملاتړ په موخه، له بهرنیو چارو وزارت سره به همغږي وکړي. د امریکايي ځواکونو د محلي کارکوونکو د لېږد دغه لږۍ متحده ایالاتو ته دا امکان ورکوي، چې د هغو کسانو په تړاو خپله ژمنه پوره کړي، چې دلته له ګواښ ډکو شرایطو کې زموږ د هېواد لپاره خدمت کړی دی. دوی به د کډوالي ځانګړې ویزې د پړاوونو د بریالي ترسره کېدو باندې، چې پر ۲۰۲۱ ز. کال د مرکو له بیا پیلېدو وروسته چې د کووید ۱۹ د خپرېدو له امله ځنډول شوی وو، تمرکز وکړي.
متحده ایالات، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو، پرمختیايي او بشري مرستو او دلته او په سیمه کې د سولې او ټیکاو څخه په استازولي دیپلوماسي له لارې، له افغانستان او د دغه هېواد له خلکو څخه خپلو جدي ملاتړ ته دوام ورکوي. لکه څرنګه چې ولسمشر بایدن څرګند کړی دی، موږ ډاډمن یو، چې د افغانستان وسله وال ځواکونه له هېواد څخه د دفاع وړتیا لري. د دغه هېواد راتلونکی باید په نهایت کې، د خبرو له لارې حل شي. زموږ موخه همدارنګه له دې څخه مخنیوی دی، چې له افغانستان څخه زموږ او زموږ پر متحدینو د برید لپاره تروریستي ډلې ګټه وانه اخلي. همدارنګه د دغه هېواد اقتصادي وده او ځان بساینه، د ښوونیزو، روغتیايي او قانون حاکمیت لاسته راوړنو دوام، د ښخو، نجونو او لږکیو ځواکمنتیا او د هغوی له حقونو څخه ملاتړ، د مدني ټولنې پياوړتیا او د بشري اړتیاوو ته ځواب وینه، په دغه هېواد کې زموږ له موخو څخه دی.