د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت ځانګړی شارزدافېر سفير هوګو لارِنس د پکتیا او غزني بریدونه غندي

زه په پکتیا او غزني ولایتونو کې د حقاني د تروريستي شبکې طالبانو له خوا د اکټوبر د ۱۷مې بریدونه په کلکه غندم، چې په ترڅ کې یې د پکتیا د امنیه قوماندان په ګډون څه باندې ۷۰ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۲۰۰ ولسي وګړي او پولیس ټپیان شول. دغه وحشیانه بریدونه چې افغان زړور او ژمن پولیس یې په نښه کړل، د انساني ژوند او د ټولو افغانانو حقونو ته د سوله‌ایز ژوند او د ترهګرۍ څخه د خلاصون لپاره د ښکاره سپکاوي څرګندونه کوي. زه د متحده ایالاتو سفارت په استازیتوب، په دغه ډارن بريد کې د وژل شويو کسانو کورنيو او ملګرو ته د زړه له ‌کومي ډاډګېرنه وړاندې کوم او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله‌ لرم.

متحده ایالات په دغه غمجن حالت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او د افغانستان خلکو او د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت سره ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو او د دغه شان وحشیانه بریدونو پای ته رسولو په چاره کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.