د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو رهبري: رینا امیري اوستیفنی فاستر

انتونی. جی. بلینکن

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري او جګپوړي سلاکار ستیفنی فاستردوه لوړ وړ او د درناوي وړ مشران به د بهرنیو چارو وزارت حیاتي کار ته وده ورکړي او د افغانستان له ښځو، نجونو او بشري حقونو څخه ملاتړ وکړي. دوی وزارت ته د عامه پالیسۍ، ډیپلوماسۍ او وکالت په برخه کې د لسیزو تجربه راوړي.

زه په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړې استازې په توګه د رینا امیري د راستنیدو هرکلی کوم.  هغه د پراخو تخصص او پیاوړې تجربې په درلودلو سره له حکومتونو، ملګرو ملتونو، د سولې جوړونکي سازمانونو، او څیړنیزو مرکزونو سره پراخه مهارت لری.

د ځانګړې استازې په توګه، هغه به له ما سره ، د اوسنۍ ادارې او د متحده ایالاتو ملي امنیت ادارې سره د مهمو مسلو په اړه کار وکړي: د ښځو او نجونو د بشری حقونو او بنسټیزو آزادیو په شمول، او نور وړتیاوې، البته، د دوی ټول تنوع په پام کې نیولو، له موږ سره همکاری وکړي.

موږ یو سوله ییز، باثباته او باامنه افغانستان غواړو، چې ټول افغانان په کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ګډون کې ژوند او پرمختګ وکړي. ځانګړی استازی امیري به له ما سره د دې موخې لپاره له نږدې کار وکړي.

ستیفنی فاستر، د ښځو او نجونو نوې جګپوړي سلاکاره به د بهرنیو چارو وزارت په چوکات کی د افغانانو د بیا میشتیدنې د همغږۍ کوونکې د پروګرام  (CARE) برخې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړې استازې رینا امیري سره له نږدې کار وکړي.

آغلې ستیفنی ، د بهرنیو چارو وزارت، دعامه خدماتو او خصوصي خدماتو کې بیلابیل کاري تجربې لري. او د ښځو او نجونو خوندیتوب او مساواتو ته وده ورکولو لپاره د هغې لیوالتیا  او ورځنۍ هڅې کولی شي د افغان متحدینو او د هغوی د کورنیو لخوا د بیا میشتیدنې د همغږۍ پروګرام فعالیتونه هڅو ته پراخ وده ورکړي.

زه رینا اوستیفنی ته د بیرته راتګ د بهرنیو چارو وزارت ته ښه راغلاست وایم، او په دې حیاتي برخه کې د دوی دوامداره همکارۍ او ونډې ته سترګې په لار یم.