د افغان ولسمشر اشرف غني سره د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر د ټیلېفوني خبرو اترو لنډیز

د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پېنس د افغانستان ولسمشر اشرف غنی سره ټیلېفوني خبرې وکړې. دواړه مشرانو د افغانستان په امنیتي وضعیت او د افغان حکومت او طالبان له خوا د وروستي اوربند د پېلېدو په اړه خبرې اترې وکړئ. مرستیال ولسمشر د افغان دولت او امنیتی ځواکونو سره د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې په ژمنه او ملاتړ ټینګار وکړ. مرستیال ولسمشر د سويلي آسيا لپاره د ولسمشر ټرمپ سټراتېژۍ ته اشاره وکړه کوم چې په افغانستان کې د مذاکراتو له لارې د جګړې د حل غوښتنه کوي او په دغه برخه کې د پرمختګونه څخه یې د ولسمشر غني هلې ځلې وستایلې. مرستیال ولسمشر او غنی د ولسواکه ټاکنو د ترسره کولو په ارزښت او د کابل دولت د اوږدمهاله ثبات او اغیزمنتیا په برخه کې په سیاسي مشارکت هم خبرې وکړې.

https://www.whitehouse.gov/briefings-statements/readout-vice-presidents-call-afghan-president-ashraf-ghani-5/