د افغان میرمنو او نجونو په کاراو زده کړو باندې د طالبانو حکومت د بندیزونو په غبرګون کې په طالب مشرانو د اضافي ویزو محدودیتونو لګولو اقدامات

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت
مطبوعاتي اعلامیه
انټوني.جی. بلنکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

۱ فبروري ۲۰۲۳

زه نن د طالبانو په مشخصو اوسنیو یا پخوانیو غړو، د غیر دولتي امنیتي ډلو غړو او نورو هغو کسانو چې په افغانستان کې د محدودو پالیسیو او تاوتریخوالو له لارې د ښځو او نجونو په ځورولو کې مسؤل او یا هم شریک دي ، د ویزې د اضافی محدودیتونو د لګیدو اقدام کوم ، او په دې کې د طالبانو هغه پرېکړه هم شامله ده چې له پوهنتونونو او له غیر دولتی موسسو سره د ښځو د کار کولو منع کول دي. د داسې کسانو د کورنۍ نږدې غړي هم ښايي د دې ویزې محدودیتونو په لیست کې شامل شي. دا محدودیتونه د مهاجرت او تابعیت قانون د 212(a)(3)(C) (“3C”) برخې پر بنسټ تطبیق کیږي.

د طالبانو وروستي فرمانونه په پوهنتونونو کې د ښځو او د غیر دولتی مؤسسو سره د کار کولو څخه منع کوي، ، او د طالبانو پخوانیو اقداماتو چې د نجونو لپاره یې ثانوي ښوونځي وتړل او په افغاني ټولنه او اقتصاد کې د ښځو او نجونو د ونډې اخیستو وړتیا یې محدود کړه. طالبانو په دغه  ډول پرېکړو سره یو ځل بیا د افغان ولس د هوساینې په اړه خپله بې تفاوتی وښوده.

د طالبانو کړنو تر دې دمه له یو ملیون څخه زیاتې  افغان نجونې او ځوانې ښځې چې د ښوونځي عمرونه یې درلود ، دې ته اړ کړي چې خپل تعلیم پریږدي، او ډیرې ښځې له پوهنتونونو او ډیرې نورې له کار څخه ایستل شوې دي. دغه شمېرې(وضعیت) د وخت په تېرېدو سره زیاتیږي او په هېواد کې اقتصادي او بشري بحران چې اوس جدي دى، لا پسې هم خرابیږي.د ښځو او نجونو باکیفیته، ډاډمنه او هر اړخیزه زده کړه او په کاري ځواک کې د هغوی ونډه د اقتصاد د ودې او پیاوړتیا، د نابرابرۍ د کمولو او په هېواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره اړین ګڼل کېږي. ښوونې او روزنې او کار ته مساوي لاسرسۍ د جنسیت په پام کې نیولو پرته د ټولو لویانو او ماشومانو په ګډون د د ټولو خلکو د ژوندانه او انعطاف لپاره یوه اړینه برخه ده.طالبان تر هغو د نړیوالې ټولنې د درناوي او ملاتړ تمه نه شي کولای تر څو چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته درناوی ونه کړي.

موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له متحدینو او شریکانو سره له نږدې همغږي ته دوام ورکوو چې طالبانو ته روښانه کړي چې د دوی کړنې به جدي پایلې ولري او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کولو لاره به وتړي.

موږ د طالبانو دا کړنه په کلکو ټکو غندو، د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته د درناوي او ودې په برخه کې هر ډول کار ته ژمن دی.