د افغان سولې په اړه د متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې ګډه اعلامیه

د ویاندوی دفتر

لاندې د افغانستان د سولې پروسې په اړه د متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیې، ناټو، ناروې او انګلستان له لوري د خپرې شوې اعلامیې متن دی.

د متن پیل:

د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیې، ناټو، ناروې او انګلستان ځانګړو استازو د ۲۰۲۱ ز.کال د مې میاشتې پر ۶ مه نېټه په برلین کې سره ولیدل.

د افغانستان ملي حاکمیت ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي ، ګډونوالو د افغانستان د سولې پروسې اوسني وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل او په هغه لارو چارو یې خبرې وکړې چې د تلپاتې سولې لپاره د افغانانو د غوښتنې ملاتړ وکړي. د دې لپاره، ګډون کونکو:

  1. د جګړې د پای رسولو او عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د افغانانو پراخه او رېښتینې غوښتنې تصدیق او ومنلې او تایید یې کړه چې دا ډول سوله یوازې د افغانانو ترمنځ کې د ټول شموله خبرو اترو او سیاسي جوړجاړي له لارې ترلاسه کېدلی شي. ګډونوالو د UNSC د ۲۵۱۳ (۲۰۲۰) پرېکړه لیک پر وړاندې خپله ژمنتیا تایید کړه او ټینګار یې وکړ چې دوی په افغانستان کې د هر ډول حکومت د جوړېدو پر وړاندې چې د زور له لارې تاسیس کېږي او سیمه­ییز ثبات ګواښوي، مخالفت کوي.
  2. د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې خبرو اترو د ګړندي کولو اړتیا یې په ګوته کړه او ژمنه یې وکړه چې پراخې او دوامدارې سولې ته د رسیدو لپاره به د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، طالبانو او نورو سیاسي او مدني ټولنو مشرانو سره کار وکړي، ترڅو هر اړخیزه او دوامداره د سولې هوکړې او سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي، چې د ټولو افغانانو په ګټه جګړه پای ته ورسوي او له سیمه­ییز ثبات او نړیوال امنیت سره مرسته وکړي.
  3. د ۲۰۲۰ ز.کال د سپټمبر له ۱۲ راهیسې د افغانستان د سولې خبرو اترو د کوربه توب او ملاتړ په ګډون، د قطر حکومت د سولې پروسې د اسانتیا په لاره کې د دوی له اوږدمهاله همکاریو مننه وکړه او په دوحه کې د خبرو اترو د ښکېلو غاړو ترمنځ د بحثونو د دوام لپاره یې ملاتړ وکړ. په استانبول کې په لوړه کچه د سولې کنفرانس د راټولېدو لپاره د ترکیې جمهوریت، ملګرو ملتونو او قطر دولت له وړاندیز څخه مننه وشوه او د اړوندو موضوعاتو په اړه د هر ډول پلانونو چې په یاده پروسه کې د مدني ټولنې غږونه ورسوي، مننه وکړه. د افغانستان راتلونکي په اړه په دې موخه چې د واک شریکولو په اړه واقعي خبرو اترو او جوړجاړي ته زمینه چمتو کړي، له شرطونو پرته د ګټورو مذاکرو د چټک بیا پیل غوښتنه وکړه، چې وکولی شي ټول شموله او مشروع حکومت او همدارنګه دوامداره جوړجاړي ته لار هواره کړي.
  4. د سولې په نورو پروسو کې د پام وړ تجربې او مهارتونو څخه په ګټې اخیستنې او ملاتړ په ګډون، د افغانستان د سولې او روغې جوړې په پروسه کې د ملګرو ملتونو لپاره له پراخ رول څخه هرکلی وکړ.
  5. په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کلکه غندنه یې وکړه د کوم لپاره چې طالبان په پراخه کچه مسؤل دي او له ټولو اړخونو یې وغوښتل چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره بېړني او اړین ګامونه واخلي او په ځانګړي د ملکي تلفاتو مخه ونیسي ترڅو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته شي. ګډونوالو بیا په ټولو خواو غږ وکړ چې له نړیوال بشردوستانه قانون سره سم په ټولو شرایطو کې د ملکي وګړو په ساتنې پورې اړوند مسؤلیتونو ته درناوی وکړي او له ټولو ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې ژر تر ژره په هغه ګامونو هوکړه وکړي چې دایمي او هر اړخيز اوربند ته په بریالیتوب سره د پلیتابه ته زمینه چمتو کړي.
  6. په دې برخه کې، ګډونوالو پر طالبانو غږ وکړ چې خپل نااعلان شوي پسرلني عملیات ودروي، د ملکي وګړو پر وړاندې له بریدونو دې ډډه وکړي او د روغتونونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، جوماتونو او نورو ملکي سیمو په ګاونډ کې دې سمدستي ټول بریدونه ودروي. په ځانګړي ډول ګډونوالو د مدني ټولنې مشرانو، روحانیونو، ژورنالیستانو او د رسنیو نورو کارکوونکو، د بشري حقونو مدافعینو، روغتیاپالانو، قضایي منسوبینو او نورو ملکي وګړو پروړاندې د هدفي وژنو کمپاین د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
  7. د متحده ایالتونو او ناټو له لوري د اپرېل پر 14 مه له اعلان وروسته چې متحده ایالات او قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه به په منظم ډول، همغږۍ او دقت سره له افغانستان څخه وځي، چې دا به د ۲۰۲۱ ز.کال د سپټمبر پر ۱۱ مه پای ته رسېږي. ګډونوالو پر دې ټینګار وکړ چې د وتلو پرمهال د نړیوالو ځواکونو امنیت باید باوري شي او دا چې که په دې موده کې طالبان زموږ پر عسکرو بریدونه وکړي، نو له سخت ځواب سره به مخ شي. برخه اخېستونکو ټینګار وکړ چې د ځواکونو ایستلو پروسه باید طالبان د بهانې په توګه ونه نیسي، ترڅو د سولې پروسه وځنډوي او د نېک نیت سیاسي خبرې اترې باید په کلکه پرمخ ولاړې شي.
  8. د ځواکونو وتلو ته په پاملرنې، ګډونوالو له افغانستان، حکومتولۍ، امنیتي بنسټونو او خلکو سره پیاوړې او دوامداره همکارۍ ته ژمنتیا څرګنده کړه. ګډونوالو همدارنګه هوکړه وکړه چې د سولې خبرو اترو په جریان کې به د افغانستان ثبات لپاره د نړیوالو اساسي پراختیايي مرستو ته اړتیا وي او خپلې ژمنې یې یوځل بیا تازه کړې چې د ښځو او لږکیو او د ټولو افغانانو حقونو ته د درناوي په ګډون، د شرایطو پر بنسټ چې د ۲۰۲۰ ز.کال جنېوا کنفرانس د پایلو سندونو کې ښودل شوي دي، د سولې له هوکړې وروسته به د بیارغونې لپاره نړیوالې مرستې چمتو کوي. ګډونوالو له پوځي وتلو وروسته د افغانستان له وګړو سره مشروطو ملکي مرستو ته ژمنتیا روښانه کړه، چې موخه یې د افغانانو لپاره د ښه راتلونکي باوري کول دي.
  9. ګډونوالو د بیا لپاره ټینګار وکړ، چې د سولې هر راز هوکړه باید د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو، ځوانانو او لږکیو د حقوقو ساتنه وکړي او له ۲۰۰۱ز. کال راهیسې اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او پرمختیايي لاسته راوړنو د خوندیتوب او پرمختیا لپاره د افغانانو پیاوړي غوښتنې او ارادې په تړاو ځواب ویونکی وي، یعنې، د قانون حاکمیت، د افغانستان نړیوالو ژمنتیاوو ته درناوي او پراخ حاکمیت په تړاو پایبندي شتون ولري. همدارنګه ګډونوالو ټینګار وکړ، د یو بریالي پایلې لپاره په بین الافغاني خبرو کې د افغانانو مالکیت او مشرتابه مهمه ده. برخه اخیستونکو د بیا لپاره ټینګار وکړ، چې یو امن، باثباته او سوکاله افغانستان په دې پورې اړوند دی، چې د سولې په خبرو او د دولت په ګډون د ټولنې په ټولو برخو کې، ښځې بشپړه او بامفهومه ونډه لري.
  10. ګډونوالو ټینګار وکړ، چې طالبان او افغانستان اسلامي جمهوري دولت د القاعدې او داعش یا نورو ډولو د مخنیوي په ګډون، خپلو تروریستي ضد ژمنتیاوو ته ژمن واوسي او تروریستي ډلو او کسانو ته اجازه ورنه کړي، چې د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښ په موخه د افغانستان له خاورې څخه ګټه واخلي. افغانستان باید د دغو ډلو د غړو کوربه نه وي او د هېواد په دننه د هغوی د جذب، د مالي مرستو راټولولو له بهیر څخه مخنیوی وکړي.
  11. ګډونوالو ټینګار وکړ، چې دیپلوماتیک کارکوونکي او شتمني خوندي دي او په افغانستان کې پر بهرنیو دیپلوماتیکو کارکوونکو او شتمنیو باندې هر راز برید په تړاو، اړوند عاملین به ځواب ویونکی وي.
  12. ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د افغانستان د خلکو د برخلیک ټاکلو حق ته د بشپړ درناوي ترڅنګ، هغه سازمانونه او هېوادونه چې په دغه ناسته کې حضور لري، ډېر زیات له یو تلپاتي او عادلانه سیاسي داسې پرېکړې څخه ملاتړ کوي، چې د یو خپلواک، یوموټي، سوله ییز او دموکراتیک افغانستان لامل شي، له تروریزم، نشه يي توکو څخه لېرې وي او له سیمه ییز او نړیوال امنیت سره مرسته وکړي.
  13. ګډونوالو د بیا لپاره ټینګار وکړ، چې د افغانستان د اوسني او راتلونکي دولت ملاتړ، د افغانستان د سولې او پرمختیا ملي چوکاټ دویم سند کې، چې د ۲۰۲۰ نومبر جینوا کنفرانس کې تصویب شو، د درج شویو پایلو د ترلاسه کېدو په موخه د افغانستان د مشارکت او پرمختګ په چوکاټ کې درج شویو اصولو ته د پاملرنې پورې تړلی وي.
  14. ګډونوالو د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت څخه وغوښتل، چې له فساد سره په اغېزناکه او جدي توګه مبارزه وکړي او ښې حکومتولي ته پرمختیا ورکړي او همدارنګه د فساد ضد قوانین په بشپړه توګه پلی کړي. برخه اخیستونکو ټینګار وکړ، چې پراخ فساد کولی شي، د جمهوریت بسټونه او ستنې زیانمنې کړي او همدارنګه له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ دوام وړتیا ته هم زیان رسوي.
  15. ګډونوالو له طالبانو څخه وغوښتل، چې له کوم مخکني شرط پرته او د نړیوالو بشري قوانینو سره سم د خپل کنټرول لاندې سیمو کې د بشري مرستو لېږد چارې په اغېزناکه توګه تسهیل کړي.
  16. ګډونوالو له هر راز ناقانونه نشه یي توکو له تولید او سوداګرۍ سره د مبارزې پر ارزښت ټینګار وکړ او له دواړو خواوو څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان په دننه د نشه يي توکو ګواښ ته د پای ټکی کېږدي.
  17. ګډونوالو هوکړه وکړه، چې له دې څخه د ډاډمنتیا په موخه، چې افغانستان کولی شي، د کورنیو او بهرنیو ګواښونو په وړاندې دفاع وکړي، د افغانستان د امینتي او دفاعي ځواکونو څخه د نړیوالې ټولنې دومدار ملاتړ ته اړتیا شته.
  18. ګډونوالو ټول ښکېل هېوادونه په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډي هېوادونه او د سیمه هېوادونه وهڅول، چې د افغانستان له خلکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او په رغنده توګه په دغه هېواد کې د سولې له یو سیاسي هوکړې او اقتصادي پرمختیا څخه ملاتړ وکړي.
  19. برخه اخېستونکو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو مذاکره چي ټیم څخه د نننۍ ناستې او له ننګونو ډکو موضوعاتو په اړه د صریح او ښکاره بحث په پرلیکه بڼه مننه وکړه.
  20. برخه والو د جرمني هېواد څخه په مننې سره، د دغو سلامشورو د تنظیم په موخه هوکړه وکړه، چې د وروستۍ ناستې نېټه او ځای د دیپلوماتېکو چینلونو له لارې به ټاکي.

د متن پای