د افغان خبریالانو او رسنیو نه د ملاتړ بیانیه

نن مونږ د افغانستان سره یو ځای د رسنیو د ازادۍ نړېواله ورځ لمانځو. فعاله رسنۍ ددې هېواد د تېرو دوو لسیزو یوه ستره لاسته راوړنه ده.

ازاده او خپلواکه رسنۍ او د رسنیو یو غښتلی سکتورد ټول شموله او استازي افغانستان یوه مهمه برخه ده. ازاد، خوندي او خپلواک خبریالان او رسنۍ د فساد سره د مبارزې په موخه، په ډیموکراسۍ کې د خلکو مناسب ګډون او دقیق او باوري معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي په موخه اړینې دي.

رسنۍ د خلکو  تر منځ ملاتړرامنځ ته کولو، شریک پوهاوي جوړولو، په سوله او په راتلونکې کې د شخړې د حل لپاره د یو سیاسي جوړجاړي په رامنځ ته کولو کې بنسټیز رول لوبوي، او همداراز د هغو وګړو په محکمه کولو کې اړین رول لوبوي چې د خپلو محدودو سیاسي موخو لاسته راوړلو لپاره د سولې مخالفت کوي.

د افغانستان د نړېوالو ملګرو په حیث، مونږ په خپلو ژمنو تاکید کوو چې ددې هېواد د خبریالانو او رسنیو تر څنګ درېږو. مونږ د افغان خبریالانو ملاتړ کوو، د هغوی د حقوقو نه ساتنه کوو او د هغوی په دنده کې د هر راز محدودیتونو مخالفت کوو.

پدې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده. د خبریالانو او رسنیو مسلکي کارکوونکو پرضد د تاوتریخوالي کمپاین هرومرو باید پای ته ورسېږي. د خبریالانو نه هرومرو باید ساتنه وشي، او هغه کسان چې د رسنیو په کارکوونکو تاوتریخوالی تر سره کوي هرومرو باید محکمې ته را کش شي. مونږ پوهېږو چې ښځینه خبریالانې او د رسنیو مسلکي کارکوونکي په ځانګړي توګه د ګواښ سره مخ دي. ددغسې جرمونو معافیت یوه ستره ننګونه ده چې د ډارفضا رامنځ ته کوي، او نه پرېږدي چې رسنۍ په آزاده توګه خپله دنده ترسره کړي.

د افغانستان ازادې او خپلواکه رسنۍ په ستونزمنه توګه لاس ته راغلي. ګڼ شمېر افغانانو خپل وخت، انرژي، پیسې او یو شمېر نورو د خپل ځان قرباني ورکړې تر څو دغه اړين عامه خدمت رامنځ ته شي. مونږ ژمنه کوو چې په دوامداره توګه به د ازادو او خپلواکه افغان رسنیو ملاتړ وکړو. د افغان خبریالانو او رسنیو نه هرومرو باید ساتنه وشي.